1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کویټه کې چاودنې ۴ پولیس وژلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

د پاکستان په سویل لویدیځ ولایت بلوچستان کې د چارواکو په وینا د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي بم څلور پولیس وژلي دي. په پيښه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3IS92
Pakistan  Quetta Explosion Markt
آرشیف انځورانځور: Reuters/N. Ahmed

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په کویټه کې د ځایي پولیسو یوه مشر رزاق چیمه، ویلي دي چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بم هغه وخت وچاودید چې د یوه مارکیټ تر څنګ موټر د تیریدو په حال کې وو. پيښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.

د چیمه په خبره په دغه برید کې د پولیس افسرانو په گډون نور ۱۲ تنه ټپیان شوي هم دي. دا په یوه میاشت کې په کویټه کې دوهمه چاودنه ده.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستاني طالبانو ویلي دي چې برید دوی تر سره کړی دی، څو پولیس په نخښه کړي او په عین وخت کې د قانون اجرا کوونکو ادارو ته یې له نورو بریدونو څخه خبرداری ورکړی دی.

دغه برید وروسته له هغې ترسره کیږي چې وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې پر یوه عصري هوټل هجوم وروړی وو. دغه نښته چې ۲۴ ساعته وروسته پای ته وروسته پنځه تنه پکې ووژل شول.

تیره میاشت په کویټه کې یوه ځانمرګي بریدګر شیعه اقليت په نخښه کړې وو. دغه برید چې مسئولیت یې داعش پر غاړه اخیستی وو، پکې شل تنه وژل شوي ول. په وروستیو کې په پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

(sr/nz (dpa