1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«په کونړ کې هوايي برید ډير طالبان وژلي دي»

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

افغان چارواکو ويلي دي چې په کونړ کې یوه هوايي برید ۲۰ طالبان وژلي دي. دوی ويلي دي چې په دغه بريد کې یو شمیر ملکیان هم ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3A6NR
Afghanistan | Luftangriff in Nangarhar
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د کونړ ولايت ملکي چارواکو ويلي دي چې د یو لړ هوايی بریدونو په ترڅ کې د طالبانو يو شمېر جنګیالي په نخښه شوي دي. د چارواکو په وینا په دې بریدونو کې د طالبانو شل جنګیالي وژل شوي او ملکيان هم پکښې ټپيان شوي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړيو ولایت خان او سعد الله ويلي دي چې په دغو کسانو کې د طالبانو وتلی ځايي قوماندان او د دې ډلې د بمونو جوړولو یو متخصص هم وژل شوی دی. د سعد الله په خبره دغه بریدونه د کونړ ولایت په شیګل شولتن ولسوالۍ کې شوي چې۲۰ ملکیان هم پکښې ټپیان شوي دي.

د ځايي قومي مشرانو په خبره په دې برید کې ټپي شوي کسان د طالباب جنګیالیو د کورنۍ غړي دي. د کونړ ولایت یوه قومي مشر چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نه غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل چې د دې هوايي عملیاتو په ترڅ کې څلور کورونه په نخښه شوي دي.

Afghanistan NATO Frühjahrsoffensive Dorf in Nijrab
انځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې په روان میلادي کال کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې هوايي بریدونه ډیر کړي دي. د امریکا د پوځ د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له پیله د اکتوبر میاشتې پر پایه پورې شاوخوا ۶۰۰۰ هوايي وسلې کارول شوي دي چې په دې کې توغندي او بمونه شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۴۳۶۱ هوايي وسلې کارول شوي دي.

د چارو د کارپوهانو په حواله په دې وروستیو کې افغان او امریکايي ځواکونو له دې امله د طالبانو د ځايي قوماندانانو په نخښه کول پیل کړي، چې وای دوی د سولې د احتمالي خبرو پر وړاندي خنډ گڼل کيږي. روان میلادي کال امریکايي دپلوماتانو څو ځله له طالبانو سره د ممکنه سولې او پخلاینې په موخه څو ځله ملاقاتونه کړي دي.