1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندهار کې یو امریکايي جنرال هم ټپي سوی وو

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

د امریکا د دفاع وزارت ويلي دي چې په کندهار ولايت مقام کي د بريد پر مهال جنرال جیفري سمایلي هم ټپي شوی وو. په دغه برید کې چې طالبانو یې مسئولیت ومانه، د کندهار امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او یو خبریال ووژل شول.

https://p.dw.com/p/36vLD
Afghanistan | NATO Truppen Zalmay und Wesa Scott Miller
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo

په کندهار ولايت مقام کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۸) تر برید وروسته د وژل شوو او ټپیانو په هکله ضد او نقیض معلومات لاس په لاس کیدل.

تر پیښې وروسته ځینو رسنیو د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالررازق او د ملي امنيت رئيس تورنجنرال عبدالمومن حسين خيل او د کندهار د ملي راډيو تلويزيون کامره مين سليم د مرگ خبر تر څنگ د دغه ولایت د والي تورنجنرال زلمي ویسا د وژل کیدو خبر هم ورکړ، خو یوه ورځ وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د والي ویسا یو ویډیويي پیغام خپور کړ چې پکښې په روغتون کې په بستر کي ښوول کيږي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ویسا روغتیايي حالت د ښه کیدو په حال کې دی.

د همدې پیښې په ترڅ کې د یو شمیر امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شو. خو اوس تر څو ورځني ځنډ وروسته، د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون د کندهار په دغه پیښه کې د خپل یوه جنرال د ټپي کیدو پخلی کړی دی. د امریکا د پوځ ویاند ګرانت نیلي بیا په دې تړاو نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

Afghanistan Beerdigung von General Abdul Razeq | nach Anschlag in Kandahar
انځور: Reuters/I. Sameem

په عین وخت کې د واشنګټن پوسټ په نامه امریکايي ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې جنرال سمایلي په یوه مرمۍ لګیدلی دی او روغتیايي وضعیت یې د ښه کیدو په حال کې دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د اکتوبر میاشتې پر ۱۸ نیټه د طالبانو یوه جنګیالي د کندهار د والي د ساتونکو په ډله کې ځای موندلی وو او تر یوې امنیتي غونډي وروسته یې د دې ولایت دوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي په ډزو ووژل. په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګپوړي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود. په دې پیښه کې میلر ته کوم زیان وا نه وښت.

زیاته شوې ده چې جنرال جیفري سمایلي له تیر دوبي راهیسې په کندهار کې د ناټو ځواکونو د سلا مشورې، روزنې او ملاتړ د ماموریت مشري پر غاړه درلوده. په کندهار کې میشت د ناټو ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې هم برخه اخلي.