1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندهار کې پر امریکایانو چاودنه شوې

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په کندهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر باندې چاودنه شوې خو د تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي. طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3W24J
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: AP

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۱مه نیټه) په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر باندې د یوې چاوندې خبر ورکړی دی. په دې اعلامیه کې د اوښتو تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د ناټو ماموریت یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته د یادې پیښې په هکله وویل: «موږ اوسمهال وضعیت ارزوو او د معلوماتو په ترلاسه کولو سره به نور معلومات هم خپاره کړو.»

طالبانو په کندهار ولایت کې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د طالبانو یوه ویاند د یوه ټویټري پیغام له لارې ویلي چې د کندهار ولایت هوايي ډګر ته نیږدې د «اشغالګرو امریکایانو» پر یوه موټر برید شوی او ادعا یې کړې چې په دې چاودنه کې د امریکايي ځواکونو د مرمۍ ضد موټر ویجاړ شوی او پکې سپاره ټول سرتیري وژل شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي. پر امریکايي ځواکونو دغه برید داسې مهال کیږي چې همدا اوس امریکا متحده ایالات او طالبان د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو بوخت دي.

DPA