1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د طالبانو پر ضد په زرونو کسانو لاریون وکړ

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې طالبانو په کندهار ښار کې د افغانستان د اردو اړوند «فرقې» اوسیدونکو ته له هغه ځايه د وتلو دستور ورکړی، د سه شنبې په ورځ په زرونو کسانو د طالبانو پر ضد احتجاج وکړ.

https://p.dw.com/p/40Iaq
Afghanistan I Anti-Taliban-Proteste in Kandahar
انځور: ASVAKA News Agency/REUTERS

طالبانو د کندهار د زړې فرقې په سيمه کې له اوسیدونکو غوښتي دي چې خپل کورونه تخلیله کړي. پخوانیو چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ په زرونو کسانو د طالبانو د دغه دستور پر وړاندې د ولایت ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې احتجاج کوونکو په دغه ښار کې یوه جاده تړلې ده.

هغه سیمه چې طالبانو یې د خالي کولو دستور ورکړی دی، معمولا پکې د اردو د متقاعد شوي افسرانو او نورو امنیتي ځواکونو کورنۍ ژوند کوي.

Afghanistan I Anti-Taliban-Proteste in Kandahar
د کندهار په لاریونو کې چې زرونو کسانو پکې ګډون کړی وو، ښځو هم حضور لارهانځور: Javed Tanveer/AFP

یو پخوانی چارواکی چې له اغیزمنو شويو کورنيو سره په تماس کې دی، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ځینې کورنۍ له ۳۰ کلونو راهیسې په دغه سیمه کې ژوند کوي او طالبانو هغوی ته درې ورځې وخت ورکړی دی چې کورونه خالي کړي.

د رویترز په وینا د طالبانو ویاندانو په دې تړاو تر اوسه د دوی پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

تر دې دمخه د پنجشیر او د دایکندي ولایت له یو شمیر ولسوالیو څخه هم داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې خلک په زوره له خپلو سیمو کوچیدو ته اړ ایستل شوي دي.

تر دې دمخه د طالبانو پر ضد چې ډیر په چټکۍ سره واک ته ورسیدل، په یو شمیر نورو ښارونو کې هم لاریونونه وشول چې زیاتره یې په تاوتریخوالي واوښتل. په کندهار کې د سه شنبې ورځې په لاریون کې د تاوتریخوالي په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د عدلیې وزارت د اجازې پرته د لاریونونو په ترسره کیدو باندې بندیز لګولی دی.

تر دې دمخه د مظاهره کوونکو او خبریالانو چې دغه پېښې یې رپوټ کولې پر وړاندې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډک چلن باندې نیوکې هم شوي دي. ملګرو ملتونو د تیرې جمعې په ورځ وویل چې د سوله ایزو لاریونو پر وړاندې د طالبانو غبرګون په مخ پر زیاتیدونکي ډول تاوتریخجن شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: