1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د شپې فوټبال په زرهاوو نندارچیان لري

محمد ابراهیم سپیڅلی (کندهار، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

د کندهار احمد شاهي لوبغالى د روژې په مياشت کې هره شپه د درې زرو نندارچيانو کوربه وي. دغه نندارچیان د کندهار ښار او نزدې ولسواليو د فوټبال د تورنمنت د لیدو له پاره دې لوبغالي ته راځي.

https://p.dw.com/p/19Ggn
Bilder zeigen Afghanen, die wahrend der Nacht in unsichere Provinz Kandahar Fußball spielen. Ibrahim Spesalai, DW-Mitarbeiter in Kandahar hat diese Bilder am 20.07.2013 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Afghanistan Kandahar Fußballانځور: DW/I.Spesalai

احمد شاهي لوبغالی د جنراتونو په بریښنا روښانه سوی دی. نندارچیان د لوبو د لیدو پر مهال په لوړ آواز د خپلې خوښې لوبغاړو نومونه اخلي او هغوی تشویقوي. لوبغالي ته ډیر شمیر راغلي کسان ځوانان دي.

خالد یو له هغو کسانو څخه دی چې فوټبال د لوبو د لیدو له پاره هره شپه احمد شاهي لوبغالي ته راځي. خالد توپ ته ډیر ځیر وي او کله چې توپ گول ته نزدي سي نو په لوړ آزواز لوبغاړي گول وهلو ته تشویقوي.

په دې تورنمنت کې ٩٠ لوبډلو ګډون کړی دی.
په دې تورنمنت کې ٩٠ لوبډلو ګډون کړی دی.انځور: DW/I.Spesalai

خالد وايي چې ډیر شمیر کسان له لیرو پرتو سیمو څخه د فوټبال د دغه تورنمنت د لیدو له پاره کندهار ته راغلي دي. هغه یوه بل ځوان ته چې ورته نزدې ناست دی او ښايي له خالد سره په همدې لوبغالي کې اشنا سوی وي اشاره کوي او وايي: «دغه ځوان له دامان ولسوالۍ څخه دلته راغلى دى. د ټول ځوانان له بیلابیلو سیمو څخه دلته راغلي دي.»

خالد او ملگري یې د «میوند اتلانو» د لوبډلې پلویان دي. هغوی خو پر یوه کاغذ باندې د دغې لوبډلې نوم هم لیکلی دی او په لوړ آواز د هغه د لوبغاړو نومونه اخلي.

مصطفى ژوبل د همدې لوبډلي يو پېژندل سوى لوبغاړی دى. هغه وایي چې که څه هم روژه ده خو دا چې تورنمنت د شپې له خوا په لاره اچول کیږي، لوبغاړي خپلو تمریناتو ته په عادي ډول دوام ورکوي.

د کندهار ولایت د روژي میاشتې په تورنمنت کې د کندهار ښار او نزدې ولسواليو د فوټبال ٩٠ لوبډلي ګډون لري. لوبې هره شپه لس بجې پيليږي او بیا تر ناوخته پورې دوام لري. دغه تورنمنت به د کوچني اختر تر شپې پورې دوام وکړي.

ترنمنت د یوه خصوصي ټیکه دار له خوا په لاره اچول سوی دی.
ترنمنت د یوه خصوصي ټیکه دار له خوا په لاره اچول سوی دی.انځور: DW/I.Spesalai

خصوصي تشبث

په کندهار کې د روژې په میاشت کې د فوټبال تورنمنت د يوه تن خصوصي ټېکه دارله خوا په لاره اچول سوی دی. دغه ټېکه دار له هرې لوبډلې څخه د یوې لوبې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ او له هر نندارچي څخه ۲۰ افغانۍ اخلي. د دغو پیسو په بدل کې بیا ټینکه دار د احمدشاهي لوبغالي له پاره بریښنا برابره وي او پر هغه سربیره د لوبغالي پاکي او صفايي ته پام کوي.

مصطفى ژوبل د دغه تورنمنت له پیلیدو ډیر خوښ دی، خو هیله څرگندوي چې یو وخت د کندهار ولایت د سپورت امریت هم دې ته ورته تورنمتونه په لاره واچوي. هغه وایي: «کاشکې د [سپورت د] امريت له خوا هم داسې تورنمنتونه جوړ شي او زموږ له پاره تکړه روزونکي له مرکز او ان له نورو هيوادونو څخه راوغوښتل شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب