1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کي ماين پاکان چا وژلي دي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د (ملنګ کارېز) په سیمه کي نا معلومو وسله والو ۵ ماين پاکان وژلي او يو يې له ځانه سره بېولی دی. دغه ماينونه تاپي پروژې ته د لاري پاکولو په موخه را ايستل کېدل.

https://p.dw.com/p/2y3Xa
انځور له ارشيفه
انځور: picture-alliance/dpa

د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیاء دراني دویچه ویله ته وویل چي ناپيژاندو وسله والو په دې بريد کې ۵ ماین پاکان ځای پر ځای په مرمیو وژلي او یو کس يې له ځانه سره ژوندی بیولی دی. دغه پيښه د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې سوې ده.

دراني وويل چې د پولیسو پلټني رواني دي، مګر تر دې ګړیه څوک په دې تړاو نیول سوي نه دي.

د ماين پاکۍ مؤسسې یوه کارمند، چي نه يې غوښتل نوم يې یاد سي له ميوند څخه دویچه ویله ته وويل چي همکاران يې نامعلومه وسله والو وژلي دي. هغه له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د کندهار د والي ویاند محمد داؤد احمدي بيا وايي چي له ماين پاکانو سره ځکه امنيتي ځواکونه نه ول چي هغوی له امنيتي ځواکونو سره په يوه غونډه کي ويلي ول چي وسله وال طالبان په دوی کار نه لري او حتی د دوی د امنيت ساتلو ژمنه يې کړې ده: «خو له بده مرغه هغوی پر خپله ژمنه وفا نه وکړه او دغه غمناکه پېښه رامنځته سوه.»

تر اوسه پوري هيڅ يوې ډلي د بريد مسئوليت منلی نه دی.

ویل کیږي، چي دغه ماین پاکان د (MDA) مؤسسې دي، چي له ډېره وخته په افغانستان کي فعاليت لري.

ويل کيږي چي دغه ماين پاکان د ميوند ولسوالۍ په هغه سيمه کي د ماين پاکۍ پرمهال وژل سوي دي چي له ترکمنستانه هند ته د گازو پايپلاين ترې تيريږي.

د کندهار پوهنتون استاد حیات الله رفیقي وايي، که چیري د دغسي پيښو مخ ونه نیول سي، نو فکر نه کوي، چي دا مهمه پروژه دي په سم ډول یا هم ګرسره په دې سیمه کي پلې سي: «زموږ د وطن دښمنان نه غواړي، چي په دغسي مهمو اقتصادي پروژو سره دي موږ له احتیاجه خلاص سو، نو ځکه په دې لارکي خنډونه جوړوي.»

تاپي پروژه چي له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته گاز انتقالوي افغانستان ته به له کاله په ميليونونو ډالره گټه ورسوي او په زرونو افغانانو ته به د کار زمينه برابره سي.