1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندز کې د آلمان پر ترانسپورتي الوتکو ډزې شوي

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د آلمان پوځ د سه شنبې په ورځ ناوخته ویلي دي چې په کندز کې یې پر یو شمیر ترانسپورتي څرخي الوتکو باندې ډزي شوي دي. په پیښه کې څوک ژوبل شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/36fDl
Bundeswehr Afghanistan Einsatz Archiv 2013
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د آلمان پوځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغو الوتکو له کندز ولایت څخه د مزارشریف ښار پر لور پرواز کړی وو چې ورباندې ډزې وشوې.

آلمان په مزارشریف ښار کې لویه پوځي اډه لري. دغه هیواد په ټول افغانستان کې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې سرتیري لري چې ډیر یې په بلخ ولایت کې میشت دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې آلماني الوتکو هم له ډزو سره تر مخامخیدو ورسته، ځوابي ډزې کړي خو روښانه شوې ده چې په پیښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.