په کندز کې اته امنیتي ځواکونه وژل شوي
۱۳۹۹ تیر ۳, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه بریدو وروسته له هغې ترسره کیږي چې چارواکو پر طالبانو باندې تور لګولی چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه ډیر کړي دي او هغه هم په داسې یوه وخت کې چې دواړه لوري د ځنډیدلو مذاکراتو د پیلیدو له پاره چمتووالی نیسي.
د چارواکو په وینا په کندز ولایت کې د ملي اردو پر یوه او د پولیسو پر دوو پوستو پر يوه وخت برید څلور ساعته دوام وکړ.
ولسوال نصرالدین سعدي د فرانسې له خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه نښته کې اته افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي یاد خبري آژانس ته همغږي بریدونه تائید کړي دي، خو په خبره یې د شپې پر مهال په رامنځ ته شوې دغه نښته کې نهه امنیتي پرسونل وژل شوي دي. طالبانو لا تر دې مهاله د دغه برید په هکله تبصره نه ده کړې.
طالبانو په تکراري ډول د کندز ولایت په شا او خوا سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. په تیرو کلونو کې د کندز ښار دوه ځله د لنډ وخت له پاره د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی وو.
د افغانستان د دفاع وزات په وینا طالبانو په بلخ او غزني ولایتونو کې هم د شپې له خوا د ملي اردو پر پوستونو بریدونه کړي دي چې په خبره یې یو شمیر یاغیان پکښې وژل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې طالبانو۲۹۱ افغان امنیتي پرسونل وژلي دي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو «خونړۍ» اوونۍ بلل شوې ده.
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوې وه د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام غندلی وو او هغه یې «سولې ته د ژمنتیا د روحیې خلاف» بللي وو.