په کراچۍ کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبهد پاکستان د سند ایالت په بندري ښار کراچۍ کې ځايي چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۶ نیټه) یوه بمي چاودنه شوې چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور بیا ټپيان دي. دغه چاودنه د کراچۍ ښار په مالیر سیمه کې شوې چې تل پکې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وي. د چاوراکو په حواله په دې پیښه کې د سیمې یو شمیر ودانۍ زیانمنې شوي او په خلکو کې یې ویره خپره کړې.
د کراچۍ ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي عرفان علي بهادر د فرانسې خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل: «یو ټایم بم [په ساعت باندې عیار شوی بم] د یوه لاس ګاډي لاندې ځای پر ځای شوی وو چې له امله یې قوي چاودنه رامنځ ته شوې او په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول.» د پولیسو دغه چارواکي همدا راز وویل چې په دې چاودنه کې اته تنه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې منلی نه دی.
کراچۍ ښار چې د پاکستان یو له اقتصادي مرکزونو څخه شمیرل کیږي، د یوې مودې راهيسې د اسلامپاله سخت دریځو او قومي او مذهبي ډلو له تاوتريخوالي څخه کړیږي.
په عین وخت کې د کراچۍ د جناح روغتون چې جسدونه او ټپیان ور انتقال شوي، یوې لوړپوړې ډاکټرې سیمي جمالي هم د مرګ ژوبلې پخلی کوي خو وايي چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې تر یو لړ پوځي عملیاتو وروسته خشونت په بې سارې توګه کم شوی. خو د دې باوجود د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د ترسره شویو عملیاتو سربیره یاغي او ترهګرې ډلې د دې وړتیا لري چې خونړي بریدونه او چاودنې ترسره کړي.