1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچي کي يو سعودي ديپلومات ووژل شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د پاکستان د سيند ايالت په مرکزي ښار کراچی کی د دوشنبې په ورځ نامعلومه وسلوالو یو سعودي ديپلومات په ګولو وويشتی. په تیرو څو ورځو کی دا پدغه لوی ښار کی د سعودی عربستان په اتباعو ورته دوهمه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/11HCq
کراچي
کراچيانځور: AP

د دوشنبې د پيښي څخه تر مخه په کراچی کی د سعودی عربستان په قونسلګری د لاسی بمونه یوه حمله هم شوی وه. پاکستانی طالبان وايی چی دوی په دغه پیښه کی کوم لاس نلري.

سعودی عربستان وایی چی حسن الخاتنی د دفتر په لور روان وو چی ووژل شو. دا پداسی حال کی ده چی په کراچی کی د سعودي عربستان پر قونسلګری دلاسی بمونو تر حملو وروسته عربستان له پاکستان څخه غوښتي وو چی د دوي د ديپلوماتانو ساتنه دی نوره هم سخته کړي.

د پیښی اصلی موخه لا تر اوسه روښانه نده خو چارواکی وایی چی د پیښی په اړه يی پلټنی پیل کړي دي، چی آیا دا خوبه د اسامه بن لادن په وژنه پوری کوم تړاو نه لری. بن لادن دوه اونی وړاندی اسلام آباد ته څیرمه د ایبټ آباد په ښار کی وژل شوی وو.

پولیس وایی چی نوموړي چارواکي د قونسلګری د امنیت په څانګه کی کار کاوه. هغه دیپلوماتی لمبر پلیټ لرونکی موټر کی راون وو چی په یو څلور لاری کی پری موټر سایکل سورو ډزی وکړی.

د کراچی د پولیسو مشر اقبال محمد وایی چی وسله والو پر هغه 4 ډزی وکړی چی ځای پر ځای مړ شو او برید کوونکي د پیښی د ځای څخه په تیښته بریالی شوه. د پوليسو مشر وويل:« هغوی په موټر سایکل باندی سواره وو، پر هغه يی 4 ډزی وکړی، چی یوه ګولی په سر وویشتل وو او ځای پر ځای یی ساه ورکړه. مونږه په دی اړه پلټنی شروع کړی چی په دغه سیمه کی خو له دوی سره کوم موټر مرسته نده کړی.» د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی دا پیښه غندلی ده.

د کورنیو چارو ولایتی چارواکی شریف الدین میمن وایی چی « مونږ د پیښی په اړه پلټنه کوو چی دا خو د ایبټ آباد په عملیاتو پوری کومه اړه نه لری او که کومه ځانله پیښه ده.» هغه زیاته کړه چی د سعودی عربستان د قونسلګری په اړه د پولیس او استخباراتی شبکو غړو یو شپږ کسیږ پلاوی د پیښی تحقیقات کوی.

د تیری چهارشنبی په ورځ په موټر سایکل سپرو کسانو د سعودی عربستان په قونصلګری د لاسی بمونو حمله کړی وه. د چارواکو په آند کیدای شی چی دا د اسامه په مړینه د کوم غبرګون ښکاره کول وي.

د جمعی په ورځ د خیبر پختونخوا د شبقدر په سیمه کی په یوځانمرګی برید کی 89 تنه وژل شوی ول چی طالبانو یی پړه پر غاړه اخیستی وه. طالبانو ویلی وو چی دا د بن لادن د وژنی په اړه د غچ اخیستلو لپاره د دوی لومړنی برید وو.

د طالبانو ویاند احسان الله احسان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلی چی« په کومه پیښه کی چی سعودی دیپلومات وژل شوی مونږه یی پړه په غاړه نه اخلو» هغه زیاته کړه « مونږه د دغه عمل ملاتړ کوو خو ویریږو نه، که چیری مونږ دا کار کړی وی نو پړه به مو منلی وه.»

دغه پیښه د سعودی عربستان له خوا په کلکه غندل شوی او پر پاکستان یی غږ کړی دی چی په کراچی کی د عربستان د قونصلګری او په اسلام آباد کی د سفارت له پاره کلک امنیتی تدابیر ونیول شی.

د پاکستان پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه د ايبټ آباد په ښار کی د اسامه تر وژل کیدو وروسته پاکستان د ډیرو سختو داخلی او نړیوالو فشارونه سره مخامخ دی.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی