1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بارسلونا د فوټبال لوبې پر سر بحث کې يوه تن خپل وررو وژلی

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د کاپيسا ولايت امنيه قوماندانۍ وايي چې په کوهستان ولسوالۍ کې يو تن ظاهرا د بارسلونا د فوټبال لوبډلې د لوبې د ګټلو او بايللو پر سر بحث کې خپل ورور وژلی دی. د دوی په وينا تورن کس له سيمې تښتيدلی دی.

https://p.dw.com/p/3Wpi7
Afghanistan Chost Selbstmordanschlag
آرشيفانځور: Reuters

د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشایق شورش، دويچه ويله ته وويل، چې تيره شپه (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۵مه) د دوهمې حصې کوهستان ولسوالۍ په کاريزه سيمه کې د دوه وروڼو، چې پخوا يې هم په خپلو کې شخصي خصومت درلود، لفظي شخړې او بيا جګړه کړې چې په نتيجه کې يې يو ورور وژل شوی دی. 

شورش وويل: «اوس د سيمې ځينې اوسیدونکي وايي چې د دوی لفظي شخړه، د بارسلونا د فوټبال ټيم د لوبې په سر وه.»

شورش دا هم وويل کيدای شي د دوی ترمنځ بحث او نښته د فوټبال او يا د قيطو په سر شوي وي چې په پايله کې يې يو تن ټپي کيږي چې روغتون ته پر لاره ساه ورکوي.

خو د کاپيسا د والي وياند قيس قادري بيا دويچه ويله ته وويل چې تر اوسه لا په دقيقه توګه روښانه نه ده چې دغه قتل دې د فوټبال لوبې پر سر شوی وي. هغه وويل دواړو وروڼو په «خواجه ها» کلي کې په خپل کور کې پر کومه موضوع جر و بحث کړی چې بيا په نښته اوښتی دی.

قادري وويل: «تر جر و بحث وروسته يوه ورور پر خپل بل ورور باندې د چړې ګوزارونه کړي او بيا يې ورباندې د ښکاري توپک ډز کړی دی.»

د کاپيسا چارواکي وايي چې تورن کس د شپې له تيارې څخه په استفادې له سيمې تښتيدلی، خو پوليسو يې د نيولو په موخه خپلې هڅې پيل کړي دي.

د ويلو ده چې په افغانستان کې د فوټبال اروپايي ليګونه او ټيمونه خپل ډير مينوال لري. ځينې وخت ځوانان د فوټبال د لوبو حال او په تړاو يې خپل بحثونه آن تر ټولنیزو رسنيو راوباسي، خو دا چې په دې کې دې خبره تر قتل پورې ورسيږي، لومړی ځل دی.

ش.ا/م.ک.ص/ن.ص/