1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کالیفورنیا کې د اورلګیدنې د تلفاتو شمیر ۲۵ ته لوړ شوی

۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبه

د کالیفورنیا ایالت په هغو سیمو کې چې اور لګیدلی دی د قربانیانو شمیر مخ پر لوړیدو دی. په سلګونو زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. د اطفایې تر څلورو زرو ډیر کارکونکي د اور وژنې پر عملیاتو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/383Iv
USA | Waldbrände in Kalifornien
انځور: Getty Imag/The Asahi Shimbun

د کالیفورنیا ایالت په شمال او شاوخوا سیمو کې د ۱۴ نورو جسدونو په موندل کیدو سره د سیمه ایزو چارواکو په حواله د اورلګیدنې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی. د مړو دغه جسدونه د «پاراډایز» په نامه یوه کوچني ښار کې موندل شوي چې د اور لګیدنې له امله په بشپړ ډول تخلیه شوی دی. د یوه سیمه ایز چارواکي په حواله دا چې د مړو جسدونه ډیر سخت سوځیدلي دي، نو د هویت معلومولو پروسه یې له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

پراخې اورلګیدنې تر اوسه پورې تر ۶۷۰۰ ډیر د استوګنې کورونه او سوداګریز ملکیتونه په ایرو بدل کړي دي او اټکل کیږي چې د قربانیانو شمیر به نور هم لوړ شي.

ویل کیږي چې ۱۱۰ تنه لادرکه شوي دي چې د لټون چاري یې اوس هم دوام لري. تر اوسه پورې دا هم معلومه نه ده چې آیا موندل شوي جسدونه د هغو کسانو دي چې ژغورونکې امله یې په لټه کې ده؟ د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت له خوا د «ډي ان ای» یو سیار یا ګرځنده لابراتوار سیمې ته استول شوی دی، تر څو د قربانیانو د کورنیو د غړو د جینیټیکي معلوماتو په راټولولو سره، د وژل شویو کسانو د هویت معلومولو لړۍ چټکه کړي.

د سیمه ایز وخت مطابق د شنبې په ورځ وروسته له غرمې د اور لمبو تر ۴۰ زره هکټاره ډیره ساحه په بر کې ونیوله. همدارنګه د لاس انجلس په لویدیځ کې د مالیبو د ساحلي ښار له ټولو ۱۳ زره اوسیدونکو څخه غوښتنه شوې دي هر څومره ژر چې کیدای شي له خپلو کورونو څخه دې ووځي.

د لاس انجلس په لسګونو زره اوسیدونکي د سیمه ایزو چارواکو په سپارښتنه له خپلو کورونو څخه وتلي دي. مالیبو او لاس انجلس هغه ځایونه دي چې د امریکا ډیرې مشهورې څیرې او د هالیووډ هنرمندان په کښې ژوند کوي. د پولیسو په وینا د اور لمبې د دوی کورونو ته هم رسیدلي دي.

USA | Waldbrände in Kalifornien
د هواپیژندنې ادارې د بادونو د تیزیدو او د اور د لمن له پراخیدو څخه خبرداری ورکړی دی.انځور: Reuters/Twitter/M. Dubron

د اطفایې تر ۴۰۰۰ ډیرو کارکونکو د اور وژنې په عملیاتو کې ګډون کړی دی. د چارواکو په حواله تر اوسه پورې د اطفایې دری تنه کارکونکي ټپیان شوي دي.

په امریکا کې د اورلګیدنې په اړه د معلوماتو د ثبتولو له پیل راهیسې د کالیفورنیا اورلګیدنه دریمه ویرونکې اورلګیدنه ده چې تر ټولو ډیر تلفات لري. د هوا پيژندنې سازمان په حواله کیدای شي په راتلونکو ساعتونو کې د باد یا هوا سرعت  تیز او د اور لمبې لا پسې پراخې شي.

د کالیفورنیا د ځنګلدارۍ او اور وژنې سازمان په حواله تر اوسه پورې د اطفایې د اور وژنې عملیاتو لګښت ۸ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د سلمې کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه پاریس ته تللی دی په کالیفورنیا کې د اور وژنې د عملیاتو پر مدیریت سختې نیوکې کړي دي.

ترمپ په یو تویتري پيغام کې لیکلي دي: «پرته د ځنګلدارۍ له کمزوري مدیریت څخه، په کلیفورنیا کې د ویرونکي، وژونکي او لوړ مصرفه اورلګیدنې له پاره هیڅ دليل شتون نه لري».

ترمپ ګواښ وکړ چې د مدیریت د نه ښه کیدو په صورت کې به، په دې برخه کې د کالیفورنیا فدرالي بودیجه بنده کړي. د کالیفورنیا ایالت د دیموکراتانو له خوا اداره کیږي.