1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کابل کي د چاودنو مسئوليت داعش منلی

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

یوه چارواکي تائيد کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه فرهنګې مرکز کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي. مسئوليت ئې داعش منلی دئ.

https://p.dw.com/p/2q1mx
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

په کابل کي د چاودنو وروستي معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو ویاند نصرت رحیمي، ويلي دي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه ځانمرګي برید کوونکي په دې مرکز کې په يوه غونډه کي ځان ته چاودنه ورکړه. د هغه په خبره په پیښه کې ۳۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د رحیمې په خبره تر لومړي چاودنې وروسته خلک سیمې ته راورسیدل چې له قربانیانو سره مرسته وکړي او په دې وخت کې دوې نورې چاودنې هم وشوې.

د راپورونو له مخي تر چاودنو دمخه په دغه فرهنگي مرکز کي پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل د ۳۸مه کليزي په اړه غونډه روانه وه.

دغه فرهنگي مرکز د صدای افغان خبري آژانس دفتر ته څيرمه دی او په لومړي سر کي ويل کيده چي د بريد هدف ياد خبري آژانس وو.

تروريستي ډلي داعش د دغو چاودنو مسئوليت منلی دی. د دغي ډلي تبليغاتي پاڼي «اعماق نيوز» ادعا کړې ده چي پر دغه فرهنگي مرکز ئې يو ځانمرگی بريد او درې بمي چاودني کړي دي.