1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې ځانمرګي برید سخته مرک ژوبله اړولې

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

د پلازمینې کابل په شیعه میشته سیمه کې نن د جمعې په ورځ یوه پلي تلونکي ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله یې لږ تر لږه د چارواکو په وینا ۹ کسان وژل شوي او ۱۸ نور بیا ټيان دي.

https://p.dw.com/p/2u0c6
Explosion in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د د ې چاودنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې: «په دې چاودنه کې اوه تنه شهیدان او اوه تنه نور بیا ټپیان شوي دي.»

په برید کې یو پولیس سرتیری هم وژل شوی دی. په پلازمینه کابل کې دغه چاودنه د هزاره ګانو د پخواني رهبر عبدالعلی مزاري د مړيني د ۲۳کليزي لمانځغونډي ته څیرمه شوې ده. غونډه په يوه مسجد کي وه. مزاري پر کابل باندي د وسله والو طالبانو د جگړې پرمهال طالبانو ونيو او وروسته ئې وواژه.

د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر وروسته له هغې چې پولیسو وپيژاند، يوې امنيتي پوستې ته څيرمه خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. نوموړي زیاته کړه چې بریدګر په دې بریالی نه شو چې د غونډې داخل ته ځان ورسوي.

د دې چاودنې مسئولیت د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډلې په غاړه منلی دی. یادې ډلې د ټولنیزې رسنۍ له لارې د دې برید مسوولیت منلی. د آلمان د خبري آژانس لخوا د دې مسوولیت منل کیدل تراوسه پورې په خپلواکه توګه نه دي تائید کړي. دغه برید په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې پر طالبانو باندې د ولسمشر غني د سولې د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو په اړه فشارونه ډیر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاماماتو د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا یوې غونډې ته چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د غځولو له پاره جوړه شوې وه، وویل چې د خبرو اترو له پاره وړاندیز د میز پر سر دی.