1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید شوی

۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

په کابل کې د امریکايي پوهنتون رئیس د وینا له مخې د نوموړي پوهنتون په ساحه باندی یو برید شوی. د پوهنتون له دننې څخه د محصلینو له خولې رپوټ ورکړ شوی چې هغوی چاودنې اوریدلي دي. خو د برید جزئیات لا معلوم نه دي.

https://p.dw.com/p/1Jp6s

په کابل کې د امریکايي پوهنتون رئیس، مارک انگلیش د اسوشیتدپرس خبري آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه د نوموړي پوهنتون ساحې ته وروسته له هغې راورسیدل چې پر دغه پوهنتون برید وشوو: « مونږ هڅه کوو چې د وضعیت ارزونه وکړو.»

دغه راز عیني شاهدانو هم وویل چې هغوی چادونې او ډزې اوریدلي دي. سمدلاسه روښانه شوې نه ده چې آیا څوک مړه یا ټپیان شوي هم دي که نه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي وویل چې پولیس او د امنیتي استخباراتو پرسونل د پوهنتون ساحې ته چې د کابل په لویدیځه برخه کې موقعیت لري، ورغلي دي. هغه وايي چې د پولیس په باور یواځې یو تن حمله کونکی دی.

دغه حمله یواځې دوه اونۍ وروسته له هغې رامنځ ته کیږي چې د پوهنتون دوه تنه منسوبین چې یو یې یو امریکایی او بل یې آسترالیایې دی، د نا معلومو کسانو له خوا وتښتول شول. د هغوی درک لا تراوسه معلوم نه دی.

یو شمیر محصلینو د تویتر له لارې د مرستې غوښتنه کړې ده. د هغو په جمله کې د اسوشیتدپرس یوعکاس ژورنالیست هم دی. د دغې حملې مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

په کابل کې دغه امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې تأسیس شوو او تر اوسه پورې ۱۷۰۰ محصلین فارغ کړي دي.