1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کابل کې د کرونا ویروس د کنترول ځانګړې څانګه جوړه شوه

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت په کابل کې په افغان – جاپان، روغتون کې د کرونا ویروس د کنترول ځانګړې څانګه جوړه کړه. د روغتیا وزیر وایي چې دغه څانګه سل بستره لري او په لابراتوارونو کې تر لسو زیاتو ویروسونو ډولونه تشخصیدلی شي.

https://p.dw.com/p/3XG5R
Coronavirus - Illustration
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Centers for Disease Control and Prevention

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغان – جاپان، روغتون کې د کرونا ویروس د کنترول له پاره ځانګړې څانګه جوړه کړې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، وایي چې د دغې څانګې د جوړولو هدف د کرونا ویروس کنترول او مخنیوی دی.

د کرونا ویروس نوي ډول تر اوسه له ۴۲۰ زیات انسانان وژلي دي. د چین چارواکو ویلي دي چې تر۲۰ زرو زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

له چین څخه نورو هیوادونو ته د دغه ویروس خپریدو هم په نړیواله کچه اندیښنې راپورته کړي دي. ډیر شمیر هیوادونو د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه یو شمیر تدابیر نیولي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له اړونده ادارو سره په همغږۍ د کابل، بلخ، کندهار، هرات په هوایي ډګرونو او همداشان په سرحدونو کې روغتیایي ټیمونه ګمارلي دي، څو هغه مسافر چې افغانستان ته ورځي معاینه شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر نظام الدین جلیل، وایي چې په وروستیو کې له چین څخه ۱۵۰ تنه راغلي کسان معاینه او اروزل شوي دي: «هغوی [د دغې ناروغۍ] کوم علایم نه درلودل او د دغو ټولو مسافرو نومونه ثبت شوي دي.»

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې تر اوسه په دغه هیواد کې د کرونا کومه مثبته پيښه نه ده لیدل شوې.

له چین څخه د افغان محصلینو د راایستلو هڅې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې یوه الوتکه له روغتیايي ټیم سره چمتو ده څو د ووهان ښار ته ولاړه شي او ۴۱ افغان محصلین له دغه ښاره له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ولیږدوي.

خو اوس د روغتیا وازرت وایي چې په چین کې ایسار محصلین لا افغانستان ته نه دي انتقال شوي. د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه: «د محصلینو د قرنطین له پاره هم یوه مشخصه ساحه په پام کې نیول شوې ده.» خو هغه په دې هکله څه ونه ویل چې څه وخت به دغه محصلین افغانستان ته ولیږدول شي، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه کوښښونه ادامه لري.

پر دې سربیره د روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ په هکله د پوهاوي یو پروګرام پېل کړی دی. د روغتیا وزارت ویاند نظام الدین جلیل، وایې چې په هوایي ډګرونو کې د دې ویروس د پوهاوي په موخه خلکو ته بروشر یا معلوماتي پاڼې توزیع کیږي.

همداشان دغه وزارت د کرونا ویروس د وقایع له پاره یوه ویډیو نشره کړې ده. تبه، ټوخی او نفس تنګي د دغې ناروغۍ لومړني علایم ښوول شوي دي. همداشان د روغتیا وزارت له ماسک څخه استفاده، لاسونه پر میکروب ضد موادو یا صابونو باندې پریمنځل او د بدن د مقاومت لوړول د دغه ویروس د وقایع په توګه توصیه کړي دي.

پ ع/ ع ف

زموږ له آرشیف څخه: