1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرګي بريد ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت پر يوه پوځي بس موټر باندي په ځانمرګي بريد کي څلور کسان وژل سوي او ۲۲ تنه نور ملکي وګړي او افسران ټپيان سوي دي. د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1AxI5
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي پيښه د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په سهار هغه مهال رامنځ ته سوې ده چي د دفاع وزارت يوه بس موټر افسران لېږدول.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي بريد د يوه پلي کس له خوا هغه مهال تر سره سو، چي بس موټر ته په ورنژدې کېدو سره يې په ځان پوري تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه: «زموږ د لومړنيو راپورونو له مخي په دغه بريد کي درې تنه په موټر کي سپاره او يوه ښځه چي پر سړک ولاړه وه وژل سوي دي.»

بلي خوا بيا د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي، په دغه پيښه کي چي د کابل په سويل ختيځ کي رامنځ ته سوې ده څلور تنه وژل سوي چي دوه يې ملکي وګړي او دوه تنه افسران دي. د هغه په خبره په پيښه کي ۲۲ تنه نور ملکي وګړي او د ملي اردو افسران ټپيان سوي هم دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند د تويتر ټولنيزي شبکې له لاري د پيښه پړه پرغاړه اخيستې ده او ادعا يې کړې ده چي ۲۷ تنه پوځيان يې وژلي دي.

يوه اوونۍ دمخه په کابل کي د بهرنيانو پر يوه محبوب رستورانت باندي د وسله والو طالبانو له خوا په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي نزدې ۲۱ کسان ووژل سول چي ۱۳ تنه يې بهرنيان ول.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو ماموريت د روان مېلادي کال ترپايه پوري پای ته رسيږي، خو په پلان کي ده چي تر دې وروسته به هم يو شمېر عسکر د افغان ځواکونو د روزلو او تجهيز له پاره په دغه هیواد کي پاتې سي.

خو د دې له پاره چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو په ګډون د نورو هيوادونو چي په هغه کي آلمان هم غواړي خپل سرتيري هلته پريږدي، کابل بايد له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي. دغه تړون په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ يووار بيا پرخپلو شرطونو باندي ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي امنيتي تړون به تر هغه وخته پوري لاسلیک نه کړي، څو «امريکا او پاکستان افغانستان ته سولي نه وي راوستې».

کرزي په يوه خبري غونډه کي وويل: «که امریکا او پاکستان زموږ سره صادقانه عمل وکړي او وغواړي چي سوله راسي نو زموږ په هيواد کي سوله راتلای سي. که د دغو هيوادونو يو يې صادق نه وي بل يې بايد راسي او ووايي چي زموږ همکار صادق نه دی چي موږ په دې پوه سو چي څوک صادق دی.»

حامد کرزي وويل، په هغه صورت کي چي امريکا نه غواړي په افغانستان کي سوله تامين کړي، له دغه هيواد څخه دي ووځي، څو افغانان له سرګردانۍ څخه خلاص سي.

واشنګټن ګواښ کړی دی چي که دغه دوه اړخيز امنيتي تړون ژر لاسليک نه سي نو دوی به د روان کال ترپايه پوري خپل ټول ځواکونه وباسي، چي په هغه صورت کي به نو افغان حکومت د وسله والو طالبانو او تروريزم له مقاومت سره مخامخ وي.

خو کرزي په خپلو خبرو کي ټينګار وکړ چي پر هغه باندي په فشار راوستلو سره به هيڅ وخت امنيتي تړون لاسليک نه کړي: «موږ به هيڅکله ګواښونه، فشارونه او رواني جنګ دې ته مجبوره نه کړي چي امنيتي تړون دي لاسليک کړو.»