1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي سړې هوا ۲۰ تنه ماشومان وژلي دي

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د کابل په زړه کي پراته بې ځايه شوي افغانان وايي چي د ژمي د سړې څپې او يخنۍ له امله ئې شل تنه ماشومان مړه سوي دي او په لسونو نور په موسمي ناروغيو اخته شوي دي.په کابل کي سږنی ژمی سخت يخ دئ.

https://p.dw.com/p/13z9J
انځور: DW

د کابل د قنبر څلور لاري په کمپ کي پراته کورني بې ځايه سوي کډوال چي په خبره ئې له کندهار، هلمند او روزگان ولايتونو څخه را کډه سوي دي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي د ډيري واوري د اورېدلو له کبله ئې ماشومان په خېمو کي يخ وهلي او مړه سوي دي.

دغه کورنۍ په ډير ستونزمن حالت کي په داسي حال کي ژوند کوي چي د تودوخي لوړه درجه د ورځي تر منفي پينځو درجو پوري را کښته کيږي او د شپي له خوا منفي لس او پينځلس درجې وي.

دغه کورنۍ چي شمېره ئې شاوخوا شپږ سوه ښوول کيږي په څيري خيمو کي پر نمجنو مځکو شپې سبا کوي، ډيری ئې خوراکي مواد او د څښاک پاکي اوبه نه لري او ماشومان ئې هم په ډير بد حالت کي ببر سرونه او لوڅي پښې ګرځي.

قنبر څلور لاري ته څيرمه د کورنيو بي ځايه شويو خلکو په دغه کمپ کي چي د انټرکانټينټال هوټل ته څېرمه پروت دئ، په سلونو داسي کورنۍ شته چي حتي د ورځي پنځوس افغانۍ عايد هم نه لري او په څيرو خيمو او نمجنو ځمکو ئې اړولي دي.

کډوالي کورنۍ
کډوالي کورنۍانځور: DW

د دغو خلکو ډيره غوښتنه د سرپناه ده، هغوی وايي چي حکومت بايد له دوی سره د سرپناه په برابرولو کي مرسته وکړي چي له مرګه وژغورل شي:«موږ کالي او ډوډۍ نه غواړو.»

د دغه کمپ يوه ځوان جمعه خان دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي په تيرو څو ورځو کي ئې په دغو خېمو کي شل ماشومان د سړې هوا له کبله مړه سوي دي او په لسونو نور ناروغان دي چي دوی ئې ډاکټر ته د بېولو توان نه لري.

د ګل زري په نامه يوه پينځه کلن ماشوم چي د يخي هوا له کبله ئې يو کوچنی ورور مړ شوی دئ دويچه ويله ته وويل چي بېګاه ئې خېمه ډيره سړه وه، کله چي دوی سهار له خوبه را پاڅېدل کوچنی ورور ئې د مور تر څنګ ختلې وه.

په کابل کي د ملګرو متلونو د کډوالو چارو د کمېشنرۍ وياند نادر فرهاد وايي د کډوالو چارو وزارت له مسئولينو سره په گډه کار کوي چي دغو خلکو ته يوه مناسبه لاره پيدا کړي چي پر خپل وخت مرستي ورسره وسي.

دا په داسي حال کي ده چي يوازي کابل نه دئ چي سږ کال خلک د یخي هوا له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي، بلکي د هيواد په نورو ولايتونو کي هم ډيری خلک د کړاونو ډک حالت سره مخامخ دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل