1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کي درې بهرنيان تښتول سوي او وژل سوي دي

۱۳۹۷ مرداد ۱۱, پنجشنبه

افغان امنيتي چارواکو او يوه لوی ديپلومات ويلي دي چي نا معلومه وسله والو په کابل کی درې تنه بهرنيان تر تښتولو وروسته وژلي دي. دغو درو سرو بهرنيانو د غذايي موادو له يوه نړيوال شرکت سره کار کاوه.

https://p.dw.com/p/32UQQ
Kabul Polizei sichert Anschlagsort
انځور: Reuters/O. Sobhani

په کابل کي يوه لوی ديپلومات د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي دغو درو سرو کسانو د غذايي موادو په برخه کي د نړۍ له دوهم ستر شرکت «Sodexo» سره کار کاوه.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «يو هندی، يو ماليزيايي او يو مقدونيايي تښتول سوي او وژل سوي دي. موږ د هغوی جسدونه موندلي دي.»

يوه افغان امنيتي چارواکي ويلي دي چي د وژل سوو کسانو له جسدونو سره يې د هغوی د هويت کارتونه موندلي دي او ياد شرکت ته يې د تائيد له پاره وړاندي کړي دي.

د غذايي موادو دغه شرکت تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي او نه هم د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی دئ.