1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کي د چاودني قربانيان نور هم ډير سوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي په کابل کي د تيري شپې په چاودنه کي ۱۶ کسان وژل سوي او ۱۱۹ نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3Oubu
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي چاودنه د کابل د «گرين ويلج» سيمي ته نژدې په لارۍ موټر کي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو موادو په مرسته سوې ده.

گرين ويلج په کابل کي هغه سيمه ده چي پکښې د خيريه سازمانونو او نړيوالو سازمانو پر دفترونو سربيره دغه ځای ته څیرمه د ځینو سفارتونو ودانۍ هم موقعیت لري.

دغي سيمي (گرين ويلج) ته نژدې هر وخت چاودني رامنځ ته کيږي. اوس ويل کيږي چي تر پرونۍ چاودني وروسته د دغي سيمي خلک کوڅو ته راوتلي ټايرونو ته يې اور اچولی او يوه لويه لار يې بنده کړې ده.

د دغو اعتراض کوونکو يوه يې وويل: «موږ غواړو چي دغه بهرنيان زموږ له گاونډيتوبه ووځي.» هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا لومړی وار نه دی چي موږ د دوی له وجي غم گالو.»

په کابل کي دغه چاودنه هغه مهال وسوه چي د افغانستان له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد له يوه تلويزيون سره په مرکه کي وويل چي له طالبانو سره موافقې ته نژدې سوي دي.

(N.Z/S.R(afp,dpa