شخړي
په کابل کي د ملي امنيت پر موټرو ځانمرگی بريد سوی
۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبهاعلان
د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي څلور د ملي امنيت کارکوونکي او يو ملکي دئ.
هغه زياته کړې ده چي په دې پيښه کي ۶ نور کسان ټپيان سوي هم دي چي يو پکښې ملکي دئ.
د دغه ځانمرگي بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ.
دا په تيرو پنځو ورځو کي په کابل کي دوهم ځانمرگی بريد دی. د تيري يکشنبې په ورځ د کابل هوايي ډگر ته څيرمه په ځانمرگي بريد کي ۲۳ کسان ووژل سول او ۱۰۷ نور ټپيان سول. د دغه بريد مسئوليت افراطي ډلي داعش ومانه.
د روان کال له جنوري مياشتي راهيسي په کابل کي ۱۵ بريدونه سوي دي چي پکښې نژدې ۲۴۰ کسان وژل سوي او ۶۹۰ نور ټپيان سوي دي.