1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کي د ملي امنيت ادارې ودانۍ ته څرمه ځانمرگي بريد

۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبه

په کابل او هلمند کي ځانمرگي بريد او چاودني ۱۳ کسان وژلي او ۹ نور ټپيان سوي دي. ځانمرگی بريد په کابل کي د ملي امنيت ادارې ودانۍ په سيمه کي سوی دی.

https://p.dw.com/p/2puZO
Afghanistan - Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي ځانمرگي بريد کوونکي د دوشنبې په ورځ سهار د ملي امنيت ادارې ودانۍ د عمومي دروازې مخي ته هغه وخت خپل ځان چولی دی چي مامورين کارونو ته روان ول.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي ځانمرگي بريدگر هغه مهال پخپل ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي، چي په دغه سيمه کي يو موټر د تيريدو په حال کي وو.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي د فرانسې خبري آژآنس ته وویل: «زموږ لومړني معلومات ښيي چې چادونه په شش درک کې د ملي امنیت ریاست عمومي مقر ته نژدې سوې ده.»

شش درک
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

ويل سوي دي چي وژل سوي ۶ سره کسان ملکيان دي چي د چاودني پرمهال په موټر کي له دغي سيمي څخه تيرېدل. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په دغه بريد کي درې نور کسان ټپيان سوي هم دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت هم د وژل سوو کسانو شمېې تائيد کړی، خو يوازي د يوه کس د ټپي کېدو خبره ئې کړې ده. د بريد مسئوليت تروريستي ډلي داعش منلی دئ.

يوه اوونۍ مخکي هم په کابل کي د ملي امنيت ادارې پر يوه روزنيز مرکز وسله والو کسانو بريد وکړ. د هغې پيښي مسئولت داعش پر غاړه واخيست.

داعش او وسله والو طالبانو په دې وروستيو کي پر افغان امنيتي ځواک باندي خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دئ.

په هلمند کي ۶ پوليس وژلي دي

د هلمند ولايت چارواکو ويلي دي چي د پوليسو پر يوه ماټر باندي د ماين چاودني په پيښه کي ۶ پوليس وژل سوي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي چاودنه د يکشنبې په ماښام په مارجه ولسوالۍ کي د پوليسو پر موټر سوې ده او په پيښه کي ۶ نور پوليس ټپيان سوي هم دي. د دې چاودني مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيتسی نه دی. خو په افغانستان کي د دغه شان ډيرو پيښو مسئوليت وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.