1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د سپو جنګولو لوبي

۱۳۸۹ اسفند ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي د سپو جنګول، يو تفريحی لوبه ده او ددغه هيواد په يو شمېر ولايتونو لکه کندهار، هلمند، کابل، او يو شمېر شمالي ولايتونو کي تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/R37B
په انځور کښي په کابل کي د سپو نجګولو يو ميدان معلوميږي چي ډيری افغانان يې نندارې ته راټول سوي
په انځور کښي په کابل کي د سپو نجګولو يو ميدان معلوميږي چي ډيری افغانان يې نندارې ته راټول سويانځور: AP

ډيری افغانان د سپو جنګول ښه کار نه بولي. خو داسي کسان سته چي هر وخت نندارې ته ورځي.
ډيری افغانان د سپو جنګول ښه کار نه بولي. خو داسي کسان سته چي هر وخت نندارې ته ورځي.انځور: AP

په انځور کي هغه سپی معلوميږي چي د جنگ په ميدان کي مسابقې ته چمتو ولاړ دی.جنګي سپي ډير قوي وي. ځني وختونه هغه بايد په دوو نفرو کنترول سي.
په انځور کي هغه سپی معلوميږي چي د جنگ په ميدان کي مسابقې ته چمتو ولاړ دی.جنګي سپي ډير قوي وي. ځني وختونه هغه بايد په دوو نفرو کنترول سي.انځور: AP

هغه وخت چي سپيان ډير هيجاني سي او بل په غاښو سره څيري ، د هغوی خاوندان تلاښ کوي چي هغوی د ټپي کيدو څخه و ساتي او سره خلاص يې کړي.
هغه وخت چي سپيان ډير هيجاني سي او بل په غاښو سره څيري ، د هغوی خاوندان تلاښ کوي چي هغوی د ټپي کيدو څخه و ساتي او سره خلاص يې کړي.انځور: AP

د سپو په ميدان کي يې بايد خاوندان ورسره وي، ځکه د ډير ټپي کيدو په صورت کي يې بايد سرخلاص کړي
د سپو په ميدان کي يې بايد خاوندان ورسره وي، ځکه د ډير ټپي کيدو په صورت کي يې بايد سرخلاص کړيانځور: AP

ددې سره سره چي سپي بايد په نس ماړه وي ، خاوندان يې کوښښ کوي چي هغوی سينګار هم کړي او په دې ځني وختونه د مختلفو رنگونو څخه کار اخلي
ددې سره سره چي سپي بايد په نس ماړه وي ، خاوندان يې کوښښ کوي چي هغوی سينګار هم کړي او په دې ځني وختونه د مختلفو رنگونو څخه کار اخليانځور: AP

جنگي سپي چي د مسابقې د پاره ډير وخت تياريږي ، په هغه اندازه قوي وي چي يو نفر يې کنترولولای نسي.
جنگي سپي چي د مسابقې د پاره ډير وخت تياريږي ، په هغه اندازه قوي وي چي يو نفر يې کنترولولای نسي.انځور: AP

د سپي خاوند دې ته منتظر دی ،چي نوبت يې ورسيږي او سپی يې د جنگ ميدان ته ورداخل سي.
د سپي خاوند دې ته منتظر دی ،چي نوبت يې ورسيږي او سپی يې د جنگ ميدان ته ورداخل سي.انځور: AP

سپی چي په ميدان کي بگېل سي بيا نو د خاوند له خوا پر اوږو د مسابقې د ميدان څخه ايستل کيږي.
سپی چي په ميدان کي بگېل سي بيا نو د خاوند له خوا پر اوږو د مسابقې د ميدان څخه ايستل کيږي.انځور: AP