1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د امريکا پر سفارت توغندی توغول سوي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۴, چهارشنبه

په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو سفارت په محوطه کي دوه توغندي لګېدلي دي. د دغه سفارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي په دغه پيښه کي کوم چا ته زيان رسېدلی نه دی.

https://p.dw.com/p/1Agg8
انځور په کابل کي د يوې بلي پيښي دی
انځور په کابل کي د يوې بلي پيښي دیانځور: Reuters

د چهارشنبې په ورځ سهار (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۵) په کابل کي د امریکاسفارت په محوطه کي دوه توغندی چاودلي دي. که څه هم په دغه پيښه کي چا ته زيان رسېدلی نه دی، خو بيا هم د افغانستان امنيتي وضعيت تر پوښتني لاندي دی.

په کابل کي د امریکا متحده ايالاتو سفارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ سهار ۶:۴۰ دقيقې د سفارت په محوطه کي دوه توغندی لګېدلي دي. په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د سفارت هيڅ يوه کارکوونکي ته زيان رسېدلی نه دی.

دغه راز د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند لطف الله مشعل ويلي دي: «د دغو توغنديو يوه يې د ارګ په ۱،۶ کيلومترۍ کي «مرجان» تپې ته نژدې پر وچ ډاګ چاودلی دی.» هغه دغه راز زياته کړې ده چي په دغه پيښه کي تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه راپور ورکړه سوې نه دی.

پر کابل باندي د توغنديو د توغولو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي دوی د امريکا پر سفارت باندي څلور توغندي توغولي دي او څلور سره پر خپل هدف باندي لګېدلي دي.

د کابل وروستۍ پيښي د دغه ښار هغه نسبي کراري ماته کړه چي له څه مودې راسي خپره وه.

وروستی وار په دغه ښار کي د رواني مياشتي په لومړيو کي هوايي ډګر ته څرمه د ناټو ځواکونو د موټرو پر کاروان باندي په ځانمرګي بريد کي يوازي بريدکوونکی ووژل سو او نور چا ته پکښې زيان نه ورسېد.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي او د دغه هيواد امنيتي چاري ته يوازي افغان امنيتي ځواک اوږه ورکړي. خو د کارپوهانو په اند افغان ځواکونه لا تر اوسه پوري د دې جوګه نه دي چي دغه دروند پيټی يوازي پر اوږه واخلي.

امريکا متحده ايالات په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو اندازه عسکر پريږدي. خو دا کار به هغه وخت وسي چي ولسمشر حامد کرزی له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتی تړون لاسليک کړي. دغه تړون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

ناټو هم په پلان کي لري چي په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي يو نوی روزنيز ماموريت پيل کړي. دوی هم د دغه ماموريت د پيلېدو يو شرط له واشنګټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون لا سليکول ښوولی دی. خو افغاان ولسمشر حامد کرزي د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليکولو له پاره خپل شرطونه وړاندي کړي دي.