1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي بيا د ايران پر ضد مظاهره وسوه

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

د کابل په سلهاوو تنو اوسيدونکو د هغو يو شمېر افغانانو چي د ايراني پوليسو لخوا وژل سوي او دغه راز د ايران په سرحد کي توقف سوي د تيلو د ټانکرانو په خاطر په مظاهرو لاس پوری کړی او د ايران پرضد يې شعارونه ورکول.

https://p.dw.com/p/QrlK
د کابل لاريون
د کابل لاريونانځور: DW

په هغه شعارونو کي چي ددغو لاريون کونکو په خپلو لاسونو کي داسي شعارونه ليږدول چي پر کښل سوې، مړ دي وي د ايران رژيم او هغه څوک چي په افغانستان کي ايران ته جاسوسي کوي.

لاريون کونکو په کابل کي د ايران سفارت مخ ته د ايران د مذهبي رهبر آيت الله خامنه اي او جمهورريس محمود احمدي نژاد عکسونو ته اور واچوی.لاريون کونکو د سفارت دروازه په ډبرو، لرګو او هګیو ويشتله.

د مظاهره کونکو په خبره د ژمي په دې موسم کي پر تيلو باندي بنديز لګول افغانان د سختو ستونزو سره مخا مخ کړي دي.

هغوی پر افغان حکومت باندي نیوکي کولې چي د ولسمشر کرزي د مرستيال د سفر سره سره بيا هم دغه ستونزه حل نه سوه.

« زموږ حکومت ولي د ايران ددې عمل په وړاندي بې تفاوتي ښودلې. هغه وخت چي د هيواد جمهورريس او شاوخوا انډيوالان يې ددې خونخواره رژيم طرفداره وي او هغه وخت چي په پارلمان کي د ايران جاسوسان ناست وي نو طبعاً به د هغو دداسي کړنو په وړاندي غلی وي.»

NO FLASH Demonstration in Kabul
انځور: DW

شاوخوا يوه ميشات کيږي چي ايران افغانستان ته پر تيلو باندي بنديز لګولی او د افغانستان سره په سرحد کي يې د افغاني سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ ټانکره تيل درولي دي.

د راپورونو له مخه د ايران حکومت په دې خاطر افغانستان ته د تيلو پر صادراتو بنديز لګولی چي ګواکي ددغو تيلو څخه بهرني عسکر ګټه اخلي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونو د ايران دا خبره رد کړې ده او وايي چي بهرني ځواکونو د ځان د پاره ډير باکيفيته تيل را وړي.

دغه راز لاريون کونکو د هغو کسانو عکسونه د ځان سره ليږدول چي په دې وروستيو کي د افغاني تلويزيوني چينلونو لخوا د هغوی جسدونه ښکار سوي چي په سرحد کي د ايراني پوليسو لخوا ويشتل سوي.

د هغه وخت راهيسي چي افغانستان ته پر تيلو باندي بنديز لګول سوی دا څلورم لاريون و چي د ايران پرضد تر سره سوو.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل