1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل او مزارشریف کې طالبانو څرنګه د مظاهرو مخه ونیوله؟

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د کابل او مزارشریف یو شمیر محصلینې وايي چې طالبانو یې د مظاهرو مخه نیولې ده. د کابل د لیلیې یوې اوسیدونکې خو آن د محصلینو په خوړو کې د درملو د ګډولو ادعا کړې ده چې له کبله یې هغوی ناروغه شوې وې. طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

https://p.dw.com/p/4Hh43
کال: په دشتې برچي کې د بريد د غندلو له پاره مظاهره
کال: په دشتې برچي کې د بريد د غندلو له پاره مظاهرهانځور: AFP/Getty Images

د کابل په دشتي برچي سیمه کې پر يوه ښوونيز مرکز بريد چې ډېري زده کونکي پکښې ووژل سول، په افغانستان او دباندي هیوادونو کي سخت غبرګونونه راپارولې دي. د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې د دې پېښې د غندلو له پاره لاريونونه وسول او په تويتر کي «د هزاره قتل عام بند کړئ» په عبارت هشتګ تر يو ميليون واري زيات تويت شوی دی.

په کابل کي د دشتي برچي سيمي پر يوه ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کي د افغانستان په ځينو ولايتونو کي لاريونونه وسول چي طالبانو يې د کډوډولو او مخنیوي هڅي وکړې. په ځينو ويډيوګانو کې ښکاري چې طالبان هوايي ډزي کوي او ښځي تر کاليو کشوي.

اوس د کابل پوهنتون هغه زده کوونکي چې په ليليه کې اوسېږي وايي چې دوی پتېيلې وه چې د يکشنبې په ورځ پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کي لاريون وکړي، خو په ليليه کي د شپې تر ډوډۍ وروسته دوی مسمومي سوې.

دغه نجوڼې ادعا کوي چې دغه کار په قصدي توګه او د لاريون د مخنيوي په موخه ترسره سوی دی. خو د طالبانو غړي او د لیلیې مسئولین بیا دا ادعا ردوې او وایې چې، نجونې د خپلي بې احتیاطۍ له امله ناروغه شوې دي.

په کابل کې پر ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو شمیر ۴۳ ته لوړ شوی

د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون يوې محصلې چې په دغه لیلیه کې مېشته ده، دویچه ویله ته وویل چې ټولې ملګرې یې په خورا بد روغتیايي وضعیت کې دي. هغې زیاته کړه: «ما پخپله هغه ورځ څه و نه خوړل. [ځکه نو] زما وضعیت ښه دی. خو د ملګرو وضعیت مې وروسته له هغه چې تیره شپه يې خواړه وخوړل ډیر ژر خراب شو.»

دغې محصلې چې د امنیتي لاملونو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا هم وویل چې د ملګرو د روغتیايي وضعیت تر خرابیدو وروسته یې د لیلیې له مسئولینو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، څو ناروغان روغتون ته ولیږدول شي، خو په خبره یې دغه غوښتنه و نه منل شوه.

هغې وویل: «هغوی [د لیلیې مسئولینو] وویل چې روغتون ته یې د بیولو اړتیا نه شته. د خپل لیلیې روغتیايي کلنیک ته یې یوسئ.»

د دغې محصلې په خبره ځینې ملګرې یې آن کوما ته ولاړې ځکه چې د لیلیې کلینیک په یو ځل د دومره زیاتو ناروغانو د منلو ظرفیت نه درلود.

محصلینې ولې ناروغه شوې؟

کله چې محصلینو په یوه ځل د دومره ډیرو کسانو د ناروغه کیدو په اړه پلټنې پیل کړې نو په لومړي سر کې ورته وویل شول چې ښايي د ناوړه لوښو د کارولو له کبله محصلینې ناروغه شوي وي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، له دویچه ویله سره په خبرو کې د محصلینو ناروغیدل تأیید کړل. هغه وویل چې دغه پیښه له «خوړو سره د بې احتیاطۍ» له امله رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د لیلیې محصلینې ادعا کوي چې ځینو کارمندانو ورته ویلي دي چې د هغوي په خوړو کې د «قبضیت درمل» ګډ شوي وو.

هرات: د کابل بريد ضد د ښځينه زدکوونکو لاريون

د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون هغې محصلې چې په دې اړه یې له دویچه ویله سره مرکه کړې ده، وویل: «د طالبانو مشرانو موږ ته وویل چې موږ په میاشت کې یو ځل د خپلو سرتیرو په خوړو کې هم د قبضیت درمل ګډوو. ستاسو په خوړو کې مو کله هم دا درمل نه وو ګد کړي خو دا ځل مو دا کار کړی وو چې کیدای شي له کبله یې دغه ستونزه رامنځ ته شوې وي.»

لا تر اوسه پورې د دغې پیښې په اړه مستقله څیړنه نه ده شوې ځکه نو دویچه ویله ونه توانیده چې په مستقیم ډول په دې تړاو شوې ادعاوې وڅيړي.

په مزارشریف ښار کې د لاریون مخنیوی

له بلي خوا بيا په مزارشريف ښار کې محصلينې وايي چې د لاریونونو مخه یې په بله بڼه نیول شوې ده. د راپورونو له مخي یو شمیر نجونې چې «د هزاره قتل عام بند کړئ» په نوم یې په دې ښار کې لاریون کاوه، د طالبانو له لورې له بد چلن سره مخامخ شوې دي. زندانونو ته د ځینو لاریون کوونکو د وړل کیدو ادعاوې هم شوي دي.

د مزارشریف یوې لاریون کوونکې دویچه ویله ته وویل: «نن سهار موږ پر نهو بجو خپل لاریون پیل کړ او د مزار شريف ښار تر قومندانۍ مو ځانونه ورسول. مسئولینو په لومړي سر کې له موږ سره ښه چلن وکړ خو لږ وخت وروسته یې په موږ پسې د ځانګړې قطعې ځواکونه راولیږل.»

کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

دغې لاریون کوونکې وویل چې طالبانو ځینې کسان له ځان سره هم بیولې دي: «د ملګرو ټليفونونه مې بند دي او نه پوهیږم چې طالبانو به څه پرې کړي وي.»

په ورته وخت کې په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې طالبان د مزار لیلیې دروازې قلفوې او نه پریږدې چې ښځې بهر ته ووځې.

د افغانستان او نړۍ په بیلابلو سیمو کې تر هغه وروسته مظاهرې او اعتراضونه وشول چې د جمعې په ورځ په کابل کې یوې چاودنې په لسونو تنه چې د کانکور آزمایښتې آزموینه یې ورکوله، ووژل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا یوناما نن، دوشنبه سهار پر خپل ټویټر پاڼې ليکلي چې د جمعې د ورځې قربانیانو شمیر ۴۳ تنو ته لوړ شوی دی او څه د پاسه ۸۳ نور زخمیان دي. یوناما زیاته کړې چې د دوی د بشري حقونو ډلو لخوا د ارقامو تاییدېدل دوام لرې او ښایې چې دا شمیر نور هم پسې زیات شې.

زموږ له آرشيف څخه:

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai