1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډهلي کي د يوه بانک ماشوم منيجر

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

په ۱۳کلنۍ کي د يوه بانک رئيس؟ يو تنکي ځوان د هند په پايتخت ډهلي کي د کوچنيانو له پاره د پرمختيايي بانک مشري پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/39Q2d
Indien Straßenkinder
په هند کی د سړک پر سر کوچنیانو حالتانځور: picture-alliance/dpa

د يوې مرستندويي ټولني تر څارني لاندي کوچنيان او تنکي ځوانان، د سړک پر غاړه کوچنيانو هغه پيسې په بانک کي تحويلوي چي له بيلابيلو کارونو څخه يي پيدا کړي وي. په دې ډول هغوی مجبوره نه دي چي دغه پيسې ټوله ورځ له ځانه سره انتقال کړي.

دا په ډهلي کي ورځني حالت دی. هغوی د سړک پر غاړه يا څلورلارو کي، د اوبو بوتلان، د لوبو پلاستيکي سامانونه او يا هم ارزان بيه کالي خرڅوي. زياتره يي بې کوره دي. ددې له پاره چي هغوی مجبوره نه وي، دغه پيسې ټوله ورځ له ځانه سره انتقال کړي او د غلا کيدو خطر يي وي، نو کولاي سي خپلي دغه پيسې د کوچنيانو له پاره، اختصاص سوي بانک ته يوسي.

د بانک منيجر شيخ سمير په يوه غرفه کي ناست دی. سمدستي به د ماشومانو دغه بانک د نن له پاره پرانيستل سي. په داسي حال کي چي د هغه نور همزولي خپله کارخانګي کوي، ۱۴ کلن سمير بيا په ډير ځير سره د مراجعينو ليست يو وار بيا له نظره تيروي. هغه وايي: «زه د نورو له خوا د شپږو مياشتو له پاره د بانک د مشر په توګه وټاکل سوم. دا ټاکنه پرځای وه. زه په رياضي کي تر ټولو ښه يم له همدې کبله مي دغه دنده ترلاسه کړه. وروسته مي يو تريننګ وکړ او حسابداري مي زده کړه.»

په دغه پروژه کي د نوي ډهلي د يوې بېوزلي سيمي ماشومان، دا زده کوي چي څنګه خپلي پيسې مصرف او يا هم وسپموي. هغوی په حوصلې سره په قطار کي ولاړ دي تر څو خپلي يو څو روپۍ  شيخ سمير ته تحويلي کړي.

کله چي دغه کوچنيان ۱۶ کلن سي او يو څه پيسې ورته پس انداز سي بيا نو کولای سي په مرستندويه ټولنو کي پروژې پر مخ بوزي او د کوم تجارت او يا زده کړو له پاره د کريدت غوښتنه وکړي. د « باتر فلاي» په نامه پروژې رئيس «اولي» په دې هکله وايي: «د بانک کوچني کارکوونکي بيا ګوري چي دغه ډول يو پلان عملي کيدای سي. آيا د برياليتوب کوم ډاډمن چانس موجود دی. آيا ددغه ډول تجارت ستراتيژي سمه ده. وروسته بيا هغوی په خپله پريکړه کوي چي کريدت ورته ورکول سي او که نه.»

اوس د ۱۴ کلني پرييا سنګ نوبت دی. هغه ۲۰ روپيې تحويلوي. خو د هغې د پاره بيا يوه کوچنۍ خزانه ده. دا وايي: «زه پر دغه بانک باندي باور لرم، دا ځکه چي ډيري ماشومان ورته خپلي پيسې وروړي. زه خپلي پيسې سپموم تر څو وروسته يي په سم ډول مصرف کړم.»

پرييا په لوي مارکيټ کي پياز سره بيلوي. په هند کي د کوچنيانو کار منع دی. په رسمي ډول پرييا د خپلي مور سره مرسته کوي. هغوی دواړه د ورځي تر پنځو يورو پوري پيدا کوي. چي دا د کورنۍ يوازيني عايد جوړوي.

په بانک کي بيا شيخ سمير او د هغه همکاران، په دغه ورځ کي راټولي سوي پيسې شميري. نوموړي پيسې بيا د مرستندويي ټولني يو سم بانک ته انتقاليږي. پر دغو ټولو تجربو سربيره ، شيخ سمير نه غواړي چي وروسته هم په بانک کي کار وکړي.