1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې زلزلې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

یوې شدیدې زلزلې د چين په سیچوآن ایالت کې د ایبلين ښار لړزولې دی. د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې ثبت شوی. د زلزلې له کبله ډیر شمیر کورونه او ودانۍ نړيدلي دي.

https://p.dw.com/p/3Ke1v
China - Erdbeben der Stärke 6,0 trifft Sichuan
انځور: picture-alliance/dpa/T. Jinghao

د چين په سویل لویدیځ کې د شدیدې زلزلې له امله لږ ترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. د حکومتي رسنیو د رپوټونو په حواله په زلزله کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

دغه زلزله چې د چين په سیچوآن ولایت کې رامنځته شوې ده د ریشتر په مقیاس یي شدت ۶،۰ درجې دی او مرکز یې ایبلين ښار ته نږدې ښوول شوی دی.

د زلزلې له کبله د یوه هوټل په ګډون ډیر شمیر ودانۍ نړیدلي دي. د چين له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې زیانمنو شویو سیمو ته بیړنۍ مرستې رسولي دي. ۵۰ زره خیمې، ۱۰ زره کټونه او ۲۰ زره کمپلې زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي.

د همالیا غرونو لړۍ ته نږدې د سیچوآن سیمه په پرله پسې ډول د شدیدو زلزلو شاهده وه. په ۲۰۰۸ کال کې په دې سیمه کې د یوې شدیدې زلزلې په نتیجه کې شاوخوا ۹۰ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه/ش.ن.ب.ص