1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني کشمیر کې د پاکستان پوځ ۱۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. پوځ او عيني شاهدان وايي چې دغو پوځيانو ته مرګ ژوبله د يکشنبې په ورځ وروسته له هغې واوښته چې د دوی حامل لارۍ موټر ېوې درې ته وغورځېد.

https://p.dw.com/p/4Fq2K
Pakistan Soldaten tragen Sarg
د پاکستان پوځ - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

د پاکستان د پوځ چارواکو ويلي دي چې دغه پيښه د يکشنبې په ورځ د سهار په شاوخوا ۴ بجو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې شجاع آباد ته نژدې رامنځ ته شوې ده. رويټرز د پوځي چارواکو له قوله ليکي، د پاکستان د پوځ یو کاروان په باغ ولسوالۍ کې د مانګ باجري پر لور روان وو چې دغه ځای ته تر رسيدلو ۱۲ کیلومتره لرې د کاروان ېوه لارۍ درې ته وغورځيده.

د پوځ يوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي دي: «د لارۍ په سيټ او باډۍ کې د چلوونکي په ګډون ټول ۱۳ سرتيري سپاره ول چې له ډلې ېې ۷ تنه د پېښې په ځای کې مړه شوي او پاتې نور ټپیان دي.» زياته شوې چې ټپيان د راوالکوټ روغتون ته رسول شوي چې د هغو له ډلې هم دوو تنو ېې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

ځايي پولیسو ويلي دي چې د پوځ دغه لارۍ د ۵۰۰ فوټه (۱۵۰ متر) لوړې څخه لاندې غورځېدلې ده.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په غرنۍ علاقه کې ډيری وخت ترافيکي پيښې رامنځ ته کیږي. د پيښو لامل تر ډيره نرۍ لارۍ، د محافظتي تدابیرو نشتوالی او تر څنګ د موټرچلوونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

د تیر کال په نومبر کې د پاکستاني کشمیر په مربوطاتو کې یو مساپر وړونکی بس درې ته غورځېدلی وو چې ۲۲ مساپر پکې مړه شوي وو.