1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې یوې ترافیکې پېښې ۱۴ کسان وژلي

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

يوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان هغه وخت ووژل شول چې د پاکستان په سویل لویدیځې برخې کې یو لوی موټر له یوې لارۍ سره وجنګید.

https://p.dw.com/p/3JeEQ
Unfall in Karachi, Pakistan
انځور له اشریف څخهانځور: AFP/Getty Images/A. Hassan

پېښه د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په قلعه سیف الله سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې په ترڅ کې یې شپږ نور مسافر ټپیان شوي هم دي.

د قلعه سیف الله د پولیسو یوه چارواکي وقاص احمد خلجي، ویلي دي: «په دغه ترافیکي پیښه کې د یوې ښځې او پنځو ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.»

ځايي رسنیو ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي. د خلجي په خبره لا تر اوسه پورې د پیښې د رامنځ ته کیدو لامل روښانه نه دی.

په پاکستان کې ډیر وخت د ښو سړکونو د نه شتون، خرابو موټرو او بې احتیاطه موټر چلوونې له کبله ترافیکې پېښې رامنځ ته کیږي. د پاکستان د حکومت په حواله هر کال په دې هیواد کې شاوخوا ۹۰۰۰ ترافیکي پیښې کیږي چې له کبله یې لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

(ms/bs (dpa