1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په پاکستان کې پر سلهاو ماشومانو جنسي تیری شوی»

ګوپالاکشريشنان / مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۸, یکشنبه

څو ورځې مخکې په پاکستان کې داسې ویدیوګانې بربنډې شوې چې پکښې پر ماشومانو تیری کیږي. ویل کیږي چې یو شمیر کسانو د دغو ویدیوګانو د ثبتولو له پاره د ماشومانو له والدینو څخه پیسې غوښتي. پاکستانيان اوس د عدالت غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1GCL0
انځور: DW/T. Shahzad
پاکستاني ورځپاڼي ډاون ویلي دي چې یوازې څو ورځې مخکې د پاکستان لاهور ښار ته نزدې په کسور سیمه کې، د سیمه ییزو اوسیدونکو او پولیس تر منځ اخ و ډب رامنځته شو. مظاهره کوونکو پر پولیسو باندې تور لګاوه چې د هغې ډلې د غړو په نیولو کې پاتي راغلي دي چې پر سلهاو ماشومانو یې جنسي تیری کړی، د هغوی ویدیو یې ثبت کړي او بیا یې د دغو ماشومانو له والدینو څخه پیسې غوښتي دي.

د سیمه ییزو رسنیو په حواله د هغو ماشومانو په ډله کې چې ورباندې جنسي تیری شوی دی، ډیر داسې کسان شامل وو چې تر ۱۴ کلونو یې لږ عمر لاره. دغه ټول ماشومان د حسین خانوالا کلي اوسیدونکي وو.

د دې سیمې څخه یوې ډلې په ۲۰۰۶ کال کې له دغو ماشومانو څخه جنسي سو استفاده پیل کړه او ویل کیږي چې ان تر تیر کاله پورې یې دغه کار ته دوام ورکړ. دغه باند ماشومان جنسي اړیکې ته اړول او بیا یې د هغوی ویدیو ثبتوله. دغه ویدیوګانې بیا یوازې د ۵۰ پاکستاني روپیو په بدل کې له یوه کسه بل ته استول کیدې.

د دغو رپوټونو تر بربنډیدو وروسته سیمه ییزو رسنیو هم له ماشومانو څخه د جنسي استفادې په اړه خبرونه خپاره کړل. د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې د ثبتې شوې ویدیوګانې اروپايي هیوادونو او امریکا ته استول شوې دي.

د څیړنو پیل

د کاسور سیمې چارواکو په دې اړه څیړنې پیل کړي خو د پولیسو یوه چارواکي رای ببر، ویلي دي چې تر اوسه پورې یوازې اووه شکایتونه درج شوي دي.

په ثبتو شویو شکایتونو کې د ماشومانو والدینو له لسو څخه پر ډیرو کسانو باندې په دې پیښه کې د ښکیلتیا تور لګولی دی. خو د دغو کسانو له ډلې څخه شاوخوا نیمایي یې اوس په ضمانت آزاد شوي دي. شپږ تنه اوس د لومړنیو څیړنو په موخه د ۱۴ ورځو تر نظارت لاندې دي. د پاکستان د پنجاب ایالت لومړي وزیر شهباز شریف، په عین حال کې د تورنو کسانو د نیول کیدو امر کړی دی.

د بشري حقونو فعالانو او ژورنالیستانو پر حکومت باندې د دې پیښې پر وړاندې ضعیفه اقدام کولو له کبله نیوکې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې په دې پیښه کې د جنسي تیري موضوع ښکیل نه وه او رپوټونه یوازې هغه وخت رسنیو ته راوتي دي چې سیمه ییزو اوسیدونکو د ځمکې پر سر یو له بل سره دعوا وکړه.

پولیسو هم د رسنیو هغه رپوټونه رد کړي دي چې وایي د پیښې د قربانیانو شمیر سلونو ته رسیږي.

د قربانیانو شمیر نور هم لوړیدای شي

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعال رانا اصف، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د قربانیانو شمیر تر دې هم ډیریدای شي. هغه ویلي دي: «پاکستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کانویسیون نه دی لاسلیک کړی.» هغه زیاته کړې ده چې له همدې کبله ماشومان نه شي کولای د جنسي تیري له کبله شکایت درج کړي.

د ماشومانو د حقونو دغه فعال د روانو څیړنو په اړه هم خوشبینه نه دی او وایي چې چارواکي به یوازې تر هغه وخته پورې څیړنې وکړې چې دغه موضوع د رسنیو په تمرکز کې وي. هغه زیاتوي چې د موضوع له سړیدو سره به څیړنې هم پای ته ورسیږي.