1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ټاکني: چاودني ۲۵ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

په پاکستان کې پارلماني ټاکنې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیل شوې. خو د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې په کوټه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر ځانمرګي برید ۲۰ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/322LB
Pakistan Parlamentswahlen
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د پاکستان په ټاکنو کې د پوځ د لاسوهني د ادعا او تر ځينو خونړیو بریدونو وروسته د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې. سیاسي شنونکي وایي چې دا خبره لا روښانه نه ده چې کوم ګوند به په پارلماني ټاکنو کې بریالی شي.

د ټاکنو تر پیلیدو لږ څه وروسته د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې یوې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې ده. په کويټه د روغتون چارواکو ويلي دي چې په دې چاودنه کي ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستان د جیو، تلویزون له قوله لیکلي دي چې په دغه چاودنه کې چې د پولیسو د ګزمې پر یوه موټر شوې ده اتلس کسان وژلي دي. د سما په نوم تلویزوني چینل بیا د شلو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.

لا ترمخه د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو له پاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. ۱۰۵،۹۵ میلیونه کسان د رای ورکولو مستحق دي. په ټوله کې د رای ورکونې تر ۸۵ زرو زیات مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د احتمالي بریدونو او امنیت د ټینګښت په موخه د پولیسو او پوځ اته لکه امنیتي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي دي. په دې کې د عسکرو شمیر ۳۷۱ زره دي.