1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په پاکستان کې يوه څوکیدار يوه ناروغه عملیات کړې

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

په پاکستان کې یوه ښځه وروسته له هغې مړه شوې چې د یوه روغتون پخواني څوکیدار ځان ډاکټر معرفي کړی وو او ناروغه یې عملیات کړې وه. دغه خبر پاکستاني پولیسو د دوشنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3uaCJ
Symbolbild Operation Krankenhaus
انځور: picture-alliance/dpa

۸۰ کلنه شمیم بیګم د یکشنبې په ورځ دوې اونۍ وروسته له هغه مړه شوې چې محمد وحید بټ، د لاهور ښار په یوه عامه روغتون کې د دغه مریضې د شاه د زخم د درملنې هڅه کړې وه.

د فرانسې خبري آژانس د لاهور د مایو روغتون د یوه اداري کارکوونکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي لیکلي دي: «موږ په دې نه پوهیږو چې هر ډاکټر او یا هر څوک ټول وخت څه کوي. دا ستر روغتون دی.»

د روغتون د دغه چارواکي په خبره دا هم روښانه نه ده چې دغه کس په عملیات خونه کې چې یو مسلکي کس هم هلته حضور لاره، کوم ډول عملیات ترسره کړي.

د شمیم بیګم کورنۍ وحید بټ ته د عملیاتو او دوه وارې په کور کې د زخم د پانسمان له پاره پېسې ورکړې وې.

خو کله چې د هغې خونریزي او درد زیات شو، نو کورنۍ یې هغه بیرته روغتونه ته یوړه، څو معلومه کړي چې څه پېښ شوي.

د هغې جسد په روغتون کې دی څو د عدلي طب څیړنې وشي چې آیا د مړنې علت یې د ترسره شوي عملیات د پيچیلتیاوو له کبله دی که څنګه.

د لاهور د پولیسو ویاند صفدر علي، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «څوکیدار نیول شوی او د پولیسو په تحویل کی دی. بټ ځان ډاکټر ښوولی او په تیرو وختونو کې د نورو ناروغانو کورونو ته هم ورغلی دی.»

د مایو روغتون پرسونل ویلي دي چې دوه کاله دمخه یې بټ هغه وخت له دندې ګوښه کړ چې له ناروغانو یې په زور پېسې اخیستې.

تر دې دمخه په می میاشت کې هم یو کس نیول شوی وو چې د لاهور په یوه روغتون کې یې ځان د ډاکټر په توګه معرفي کاوه او په جراحي واټ کې به یې له خلکو پېسې شکولې.

زموږ له آرشیف څخه: