1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۴۱ پیښې ثبت شوي دي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو یا ګوزڼ د ثبت شوو پیښو شمیر ۴۱ ته لوړ شوی، دغه هیواد غواړي د ګوزڼ ضد واکسینو یو بیړنۍ پروګرام پېل کړي. د پاکستان سربیره په افغانستان کې هم د پولیو پیښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Lmgn
Pakistan Polio Impfung
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د آلمان خبري آژانس د یوه پاکستان چارواکي له قوله لیکلي دي چې وروسته له هغې چې په دې هیواد کې د روان میلادي کال په ترڅ کې د پولیو یا ګوزڼ د ثبت شوو پیښو شمیر ۴۱ ته لوړ شو، پاکستان غواړي د پولیو ضد د واکسین یو بیړنی پرواګرام پېل کړي څو د یادې ناروغۍ د لا ډیرې خپریدا مخه ونیسي.

یوازې د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پختونخوا ایالتونو کې د ګوزڼ څلور تازه پیښې ثبت شوي دي. په زیاتره مواردو کې والدین د ناسمو معلوماتو له کبله خپلو ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکولو مخه نیسي. په پاکستان کې ځینې مېندې او پلرونه په دې باور دي چې د پولیو واکسین ښایي د دوی ماشومان شنډ کړي او یا د نورو پیچلتیاوو سبب وګرځي، نو له دې کبله خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ پر وړاندې د واکسین مخنیوي کوي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

په پاکستان کې د پولیو د پروګرام مشر بابر بن عطا په دې هکله وویل: «د جولای میاشتې له ۱۵ نه تر ۱۸ نیټې پورې به د هیواد په هغو ۱۲ ولسوالیو کې د پولیو ضد د واکسین یو کمپاین پیل شي، په کومو کې چې د پولیو تازه پیښې ثبت شوي دي.»

د ملګرو ملتونو په مرسته د پولیو ضد واکسین له پاکستان سره مرسته کړې څو په دې هیواد کې د پولیو د ناروغۍ د لا ډیرې خپریدا مخه ونیول شي. په دې هیواد کې په ۲۰۱۴م کال کې د پولیو ۳۰۴ پیښې ثبت شوې وې چې دغه شمیر بیا په ۲۰۱۸م کال کې یوازې ۱۲ پیښو ته راټیټ شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یاغیانو د پولیو واکسیناتوران او ګڼ شمیر هغه پولیس وژلي چې د دوی امنیت یې نیولی وو. وسلوال ادعا کوي چې د پولیو ضد واکسین مسلمان ماشومان شنډوي او په راتلونکې کې د ماشومانو د زیږولو وړتیا له لاسه ورکوي.

Pakistan Polio Impfung
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

اوسمهال په ماشومانو کې د پولیو پیښې په یو شمیر محدودو هیوادونو کې رامنځ ته کیږي چې په ډله کې یې افغانستان او پاکستان هم شامل دي. 

DPA /kh-sr