1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په پاکستان کې د پوځ يو منتقد وژل شوی

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

د پاکستان پوليسو ويلي چې يو فعال چې د هېواد پر پوځ او سياستوالو د نيوکو له کبله مشهور وو، د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. دغه فعال به د ټولنیزو رسنیو له لارې پر پوځ نيوکې کولې.

https://p.dw.com/p/3KZW9
Pakistan Anschlag auf Polizeischule
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai

د ځايي پوليسو مشر اياز خان، ويلي چې د محمد بلال خان په نوم دغه فعال د يکشنبې په شپه (د ۲۰۱۹م کال کې د جون ۱۶) په پلازمينه اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د پوليسو په حواله نامعلومو کسانو نوموړي فعال ته تليفون کړی او هغه یې د کراچي کمپنۍ په نوم سيمې ته ور غوښتی وو. زياته شوې چې بيا هلته پر هغه او ورسره مل کس ډزې شوي. زیاته شوې چې له بلال خان سره د مل کس، چې د هغه د کورنۍ غړی دی، روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

بلال خان د دې ترڅنگ چې پر ټولنیزو رسنيو کې یې فعاليت کوه، آزاد خبريال هم وو. نوموړی تر هغه يو څو ساعته وروسته ووژل شو چې  د پوځ له خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې پر نوي ټاکل شوي مشر باندې یې سختې نيوکې وکړې.

د آي ايس آي نوی ټاکل شوی مشر جنرال فيض حميد، د پوځ د هغو جنرالانو له جملې څخه بلل کيږي چې په سياست کې د مستقيمې لاسوهنې تورونه ورباندې لگول کيږي. نوموړی د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه، نزدې ملگری بلل کيږي.

د پاکستان په پوځ کې دغه راز غیر عادي بدلونونه په داسې حال کې رامخ ته کیږي چې د پاکستان د پوځ د لوي درستیز د درې کلنې کاري دورې پای ته رسیدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دی. ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، به د روان میلادي کال په نومبر میاشتې کې خپل مسولیت نوي پوځي جنرال ته وسپاري.

(bs/sm (AP