1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

په پاکستان کې د دوو اورګاډو ټکر یوولس تنه وژلي دي

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

په پاکستان کې یو مسافر وړونکی اورګاډی له یوه بل بار وړونکي اورګاډي سره جنګیدلی چې په پایله کې یې د ۱۱ کسانو د وژل کیدو او تر ۶۰ د زیاتو نورو ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی. پاکستاني رسنۍ بیا د ټپیانو شمیر ۸۵ تنه ښيې.

https://p.dw.com/p/3LtBC
Pakistan Zugunglück in Karachi
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/R. Khan

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې «اکبر ایکسپرس» اورګادی له لاهور څخه د کویټې پر لور روان وو چې د پنجاب ایالت په صادق آباد سیمه کې د یوه بار وړونکي اورګاډي سره وجنګید. دغه سیمه د رحیم یار خان سویل ته موقعیت لري.

د پولیسو په وینا په ریل کې بند مسافر د اورګاډو د ډبو تر اړول کیدو وروسته آزاد شول او په لسګونه کسان روغتون لیږدلو شوي دي. د پاکستان ډان، په نوم انګلیسي ورځپاڼې د رحیم یار خان د مرستیال کمشنر جمیل احمد جمیل، له قوله لیکلي دي چې په اورګاډې کې سپاره ټول مسافر چې کویټه ته روان وو له اورګاډي راایستل شوي دي او اوس د مسیر د آزادیدو له پاره د ژغورنې عملیات روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په صادق آباد کې د رامنځ ته شوې پيښې په هکله خواشیني ښوولي ده. د پیښې په هکله تحقیقات ادامه لري، خو د پاکستان د اورګاډو د چارو وزیر شیخ رشید، ویلي دي چې ښایي انساني غلطي د پیښې د رامنځ ته کیدو سبب شوی وي. تیره میاشت له کراچۍ څخه ۱۶۵ کیلومتره وړاندې د حیدر آباد په سیمه کې د دوو اورګاډو د ټکر په پایله کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.