1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني فعالانو پر وړاندې ازموینه

مسعود جهش (شامل شمس) ۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

د پاکستانۍ اسیه بي بي، وکیلان غواړي چې د هغې د اعدام د سزا پر ضد په ستره محکمه کې اقامه دعوا وکړي. پر هغې باندې مقدساتو ته د توهین تور لگول شوی. فعالان وایي چې دا د پاکستان د بشري حقونو د فعالانو له پاره یوه ازموینه ده.

https://p.dw.com/p/1DeRS
انځور: picture-alliance/dpa

اسیه بي بي له پنځو کلونو راهیسې په زندان کې وخت تیروي. دغه ۴۹ کلنه چې د دوو ماشومانو مور هم ده، د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې تر هغه وروسته ونیول شوه چې گاونډیو یې پر هغې باندې د اسلام پیغمبر ته له توهین څخه د ډکو خبرو کولو تور ولگاوه. تر هغه یو کال وروسته د پاکستاني او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو پر سختو نیوکو سربیره هم دغه ښځه په اعدام محکومه شوه.

د اسیه بي بي د آزادیدو په اړه هیلې هغه وخت له منځه ولاړې چې د لاهور عالي محکمې د هغې د ۲۰۱۰ کال د اعدام سزا تایید کړه. خو د دې ښځې وکیلان اوس هم ناهیلې نه دي او غواړي چې د هغې قضیه د پاکستان سترې محکمې ته یوسي. د هغې وکیل نعیم شاکر، خبریالانو ته وویل: «موږ ډیر ناخوش یو خو موږ به په سترې محکمې کې د لاهور د عالې محکمې د حکم پر ضد عریضه وړاندې کوو.»

نور خوشبینه نه دي

په اسلام آباد کې میشت د مدني ټولنې فعال عمران نفیس صدیقي، وايي چې د پاکستان مدني ټولنه باید د محکمې پر حکم سربیره هم پر حکومت باندې خپل فشار ډیر کړي. هغه زیاتوي: «[مقدساتو ته د سپاکوي پر ضد قانون] د یو شمیر کسانو له خوا جوړ شوی دی او هغه یوه خدایي وحي نه ده. د بشري حقونو گروپونه باید د اسیه بي بي د آزادۍ غوښتنې ته دوام ورکړي. رسنې هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.» هغه وايي: «د خلکو نظر هم ډیر وزن لري او کولای شي چې د محکمې حکم تر تاثیر لاندې راوړي. موږ باید داسې یو تعبیر رامنځ ته کړو چې په هیواد کې افراطي خوځښت ته ماتې ورکړي. دا په پاکستان کې د لږکیو د حقوقو یوه آزمونینه ده.»

نړیواله غندنه

په جینیوا کې میشته د «د کلیساو نړیوالې شورا» هم د بي بي ملاتړ اعلان کړی دی. دې سازمان دوشنبې په ورځ د بي بي د حکم په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د پیښې احتمالي تشریح چې له مخې یې پر بي بي باندې د مقدساتو د توهین تورونه ولگول شول، ډیر د پوښتنې وړ وو. او په دې برخه کې د اعدام سزا ورکول هم ډیر د پوښتنې وړ خبره ده.» په عین حال کې د پاکستان د عیسویانو ټولنې هم د محکمې د حکم په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

خو ښايي ټولې دغه نیوکې او غندنې مقدساتو د سپاکوي ضد قانون پلویان قانع نه کړي. د پاکستان د جماعت اسلامي گوند یو مشر فرید احمد پراچا، وايي چې اصلي ستونزه په قانون کې نه بلکې د هغه په تشریح کې ده. هغه زیاتوي: «موږ وایو چې یو قانون باید په سمه توگه پلي شي. مقدساتو ته د سپاکوي ضد قانون کې باید کوم بدلون رامنځ ته نه شي. موږ به هغه و نه زغمو او مخالفت به یې وکړو.» پراچا وايي چې تر اوسه پورې د دغه قانون له مخې چا ته د اعدام سزا نه ده ورکړل شوې.

که څه هم ډیر کسان د دغه قانون له مخې تورن شوی دي خو د اقامه یې دعوا په پایله کې بیا هیڅوک هم اعدام شوي نه دي. خو په پاکستان کې بیا ډیر داسې پیښیږي چې یو کس مقدساتو د توهین په تور د نورو افراطي کسانو له خوا وژل کیږي.
مقدساتو ته د سپاکوي ضد قانون په ۱۹۸۰ کلونو کې په پاکستان کې رامنځ ته شو. کارپوهان وایي چې له دغه قانون څخه په ډیر مواردو کې ناوړه گټه پورته کیږي. په عین حال کې ډیر شمیر د بشري حقونو فعالان د دغه قانون د له منځه تلو او یا هم اصلاح غوښتنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب