1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې افغان مهاجر له سختو ستونزو سره مخامخ دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د بازارونو د تړل کیدو له کبله پر نورو سربیره په خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرو ستونزې هم زیاتې شوي دي. یوه تر ټولو لویه ستونزه د کارونو نشتوالی دی. له پيښوره د فریدالله خان رپوټ.

https://p.dw.com/p/3aZLY
Lockdown Peshawar Pakistan
انځور: DW/Fareedullah Khan

د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې په جوړو شوو کمپونو کې افغان مهاجر اوسیږي. د دغو مهاجرو زیاتره یې په ورځنی مزد کار کوي. له کورونو د راوتلو تر بندیز وروسته د کابو ټولو بازارونو له تړل کیدو سره پر تګ او راتګ هم بندیز دی. د کار موندلو په موخه ښاري سیمو ته راغلي ځیني کارګر هم له دوو اونیو راهیسې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

په فواره چوک کې یو افغان مهاجر عبدالحسیب چې پر اوږه یې پړی پروت دی د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل: «له دوو اونیو راهیسې د ښار د بندیدو له کبله مزدوري هم نه شته، خو ځینې کسان مو لاس نیوی کوي.» د عبدالحسیب په خبره د کرونا ویروس څخه ځان ساتلی شي، خو د مزدورۍ د نشتوالي له کبله یې ښایي اولادونه له لوږې ومري.

Lockdown Peshawar Pakistan
انځور: DW/Fareedullah Khan

هغه زیاتوي چې د مزدورۍ د نشتوالې له کبله «خیرات غوښتلو ته مجبوره شوي یوو.» عبدالحسیب وایي چې خپل اولادونه وږې نه شي لیدلی نو له دې کبله پر پښو تر دې ځایه راغلی او د یوه کار د تر لاسه کولو په هیله ناست دی.

په تیرو وختونو کې به د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ، له افغان مهاجرو سره مرسته کوله خو له یوې مودې راهیسې په دغو مرستو کې کمښت راغلی دی.

د یو ان اچ سي آر، ویاند قیصر آفریدي د دویچه ویله اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې د کرونا له کبله په رامنځ ته شوي دغه وضعیت کې یو ان اچ سي آر د ایالتي حکومت سره په ګډه د افغان مهاجرو له پاره کار کوي.

د قیصر خان آفریدي په خبره د یو ان اچ سي آر له لوري ایالتي حکومت سره د ۱۵ امبولانسونو، طبي سامان، د میکرونو ضد مایع او د قرنطین له پاره د لویو خیمو مرسته شوې ده. هغه زیاته کړه چې «په کمپونو کې ځینې غیر دولتي سازمانونه د ضرورت وړ توکي ویشي او د نورو مرستو له پاره پلان جوړیږي.»

Lockdown Peshawar Pakistan
انځور: DW/Fareedullah Khan

له بل لوري د پاکستان د سیفران وزیر شهریار آفریدي ویلي دي چې پاکستان پر اقتصادي ستونزو سربیره له افغان مهاجرو سره مرسته کوي. خو هغه له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې په دې سخت وخت کې له افغان مهاجرو سره د اړینو توکو په برخه کې مرسته وکړي.

په پاکستان کې شا او خوا یو نیم میلیون راجستر او کابو همدومره شمیر کې نا راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي. د افغان مهاجرو یوه لویه برخه خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره چمتو ده خو د کرونا ویروس له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې د بندیدو له کبله بند پاتې دي.

خو د دوشنبې له ورځې راهیسې د تورخم او سپین بولدک لارې د درو ورځو له پاره په یو طرفه ډول د افغانانو پر مخ پرانیستل شوي دي. دا هغه کسان وو چې د بیلا چارو د ترسره کولو له پاره پاکستان ته تللي وو او د لارو د بندیدو له کبله هلته بند پاتې وو.

فرید الله خان، پيښور