1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي پر «فنټم» فلم بندیز ولگید

تنوير شهزاد۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

د پاکستان د لاهور ښار مرافعه محکمې په سېنمناو کې د «فنټم» په نوم هندي فلم پر احتمالي نندارې بندیز ولگاو. د ممبۍ د ترهگریزو بریدونو په تړاو د دغه هندي فلم پر ضد پاکستاني شخړه ییز مذهبي مشر حافظ سعید محکمې ته رجوع کړې وه.

https://p.dw.com/p/1GJQj
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade

د پنجشنبې په ورځ د لاهور د مرافعه محکمې قاضي شاهد بلال حسن، چې کله دغه قضیه اوریده نو د حافظ محمد سعید مدافع وکیل اې کې ډوگر وویل چې په دغه فلم کې د پاکستان حیثیت ته د تاوان رسولو له پاره منفي پرو پاگنډ شوی دی.

له هغې وروسته اې کې ډوگر له دویچه ویله سره په ځانگړو خبرو کې وویل چې د دغه فلم په «ټریلر» کې چې د کوم پاکستاني وگړې د وژل کیدو کومه خبره شوې ده نو په وینا یې هغه د پاکستان د خپلواکۍ او قانون پر ضد ده.

د هغه په وینا له دې کبله د یوه پاکستاني ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی. خو له بل اړخه له هندي فلم سره د تړلو کسان دریځ دا دی چې په دغه فلم کې د داسې یوه کس ذکر شوی دی، چې په ترهگرۍ تورن دی.

په دغه قضیه کې د پاکستان پر کورنیو چارو او اطلاعاتو وزارتونه باندې دعوه شوې وه. د مرکزي حکومت وکیل محکمې ته وویل چې دغه عریضه وخت تر مخه شوې ده، ځکه چې په وینا یې نه خو کوم چا د دغه فلم د نشریدو غوښتنه کړې ده او نه هم کوم چا ته د دغه فلم نندارې ته د واړندې کولو اجازه ورکړل شوې ده.

2015 Film Phantom Katrina Kaif und Kabir Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade

په پاکستان کې د فلمونو د کاروبار د چارو کارپوه ندیم مانډوي والا، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دی په دې نه پوهیږي چې ولې په دې معامله کې محکمې ته د تلو اړتيا احساس شوه.

د هغه په وینا په اوسني حالاتو کې ښایي هیڅ پاکستانی په پاکستان کې دغه فلم نندارې ته د وړاندې کولو همت و نه کړي: «هند هر کال کابو دوه نیم سوه هندي فلمونه جوړوي، یو څوک به پاگل وي چې ټول فلمونه پریږدي، ډیره پانگه لگوي او یو داسې فلم پاکستان ته راوړي چې د هغه ننداره په پاکستان کې د ډیرو فلم لیدونکي د خفگان سبب گرځیدای شي.»

د هغه په وینا فنټم، فلم چې سیف علي خان او کترینا کیف پکښې مرکزي لوبغاړي دي، که چیري په پاکستان کې ښوول شوی وای نو هندي فلم جوړونکو به له اتیاو څخه تر سل میليونو کلدارو پوري عاید لرلی وای، چې په وینا یې اوس د هغې هیڅ امکان نه شته.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سینماو کې پر دغه فلم بندیز سره سره، به پاکستانیان دغه فلم وویني، وویل چې دا په دې پوره اړه لري چې پاکستاني چارواکي پر ډي وي ډي او کېبل باندې د دغه فلم د مخنیوي په برخه کې څومره په سختۍ سره عمل کوي:

«د کارگل تر جگړې وروسته د هندي فلمونو ښوول په رښتیا بند شوي وو، خو نن سبا داسې سختي نه لیدل کیږي.»