1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي موسمي بارانونو سخت تاوانونه اړولي

۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبه

په داسي حال کي چي د پاکستان په سندهـ ايالت کي دولت د تيرو سيلابونو د خرابيو د جوړولو هڅي کوي، نوي موسمي بارانونو په دغه ايالت کي وضعه لا پسي کړکېچنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/12XKx
د پاکستان سيلابونه
د پاکستان سيلابونهانځور: AP

د هوا د حالاتو د معلومولو ادارې يو تن چارواکي، عارف محمود، ويلي: « په سندهـ ايالت کي وضعه هسي هم کړکيچنه ده، او د دغه بارانونو له لاسه به نور سيلابونه او نوري ستونزي رامنځ ته سي.»

 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د اداري د ارقامو پر اساس د اګست د مياشتي راهيسي د سيلابونو له امله ۲۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، شاوخوا يو ميليون کورونه ويجاړسوي او يا هم په اوبو کي لاهو سوي او ۴،۲ ميليونه هيکتاره ځمکه سيلابونو د ځانه سره وړې.

 

د سيلاب ځپلو سيمو څخه۴۰۰ تنه د حيدرآباد ښار ته کډه سوي، د دغو خلکو په وينا تر سيلابونو وروسته د اوبا ناروغۍ ويره ډيره سوې.

 

د اکسفام ګروپ د راپور پر اساس د تير کال د سيلابونو له امله د بې کوره سوو له جملې څخه اوس هم ۸۰۰ زره خلک تر اوسه پوري کومه سر پناه نه لري. او تر يو ميليون زيات انسانان خوراکي توکو ته اړتيا لري.

 

سياسي څيړونکي، حسن عسکري رضوي، وايي چي دولت خپله تيروتنه د سره تکراروي. هغه وايي: « تر څو چي ستونزي دوی ته پر مخ ګذار نه وي ورکړی، دوی ترهغې هيڅ رنګه تياری نه وي نيولی. د دوی خاص غبرګون دا وي، چي ستونزه شاته وغورځوي، او کله چي ستونزه ډيره جدي شي، نو دوی په بې ترتيبه ډول غبرګون ښيي.»

 

د پاکستان د سندهـ په ايالت کي د پنبې کښت هم په ډيره کچه کيږي، او دغه موسمي بارانونو دغه کښت ته هم په لوی تاوان اړولی. د دغه سيلابونو له امله به د پاکستان ضعيف اقتصاد نور هم وزبېښل سي.

 

په عيني وخت کي د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له نړيوالي ټولني غوښتي چي له دوی سره مرسته وکړي.

 

د پاکستان دولت تر دې غوښتني وروسته د ملګرو ملتونو د يونسيف ادارې ويلي، چي د پاکستان د دولتي ادارو او نورو نړيوالو ټولنو سره يو ځای د سيلاب له امله د راپورته سويو زيانونو پلټنه کوي.

 

په ۲۰۱۰م کال کي هم په پاکستان کي سيلابونه راغلي و، چي په پايله کي يي ۲۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او شاوخوا ۱۱ ميليونه انسانانو د دغو سيلابونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي ول.

 

دغو سيلابونو د پاکستان يوه پر پنځمه برخه تر اوبو لاندي کړې وه او شاوخوا۱۰ ميليارده ډالره تاوان يې وا ړاوه.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل