1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د زلزلې د قربانيانو شمېر نور هم زيات سوی

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۳, چهارشنبه

د پاکستان په بلوچستان ايالت کي د يوې سختي زلزلې په نتيجه کي د مرګ ژوبلو شمير وار په وار زياتيږي. د وروستيو رپوټونو له مخي د مړو شمير ۲۰۸ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/19oB4
انځور: Reuters

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۴) پر سمه ييز وخت د ماسپښين پر ۴ بجو او ۲۹ دقيقو باندي د پاکستان بلوچستان ايالت يوې سختي زلزلې چي د ريشتر په کچه ۷،۷ اندازه شوې ده ولړزاوه. چارواکي وايي چي د مرګ ژوبلو دقيق شمير لا تر اوسه پوري نه دی معلوم، خو کيدای شي چي تر هغه زيات وي چي تر اوسه ،پوري يې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د وينا له مخي زلزله د بلوچستان په غرني سيمه کي رامنځ شوه او ډير هغه کورونه چي له خټو څخه جوړ شوي دي، ويجاړ شوي دي. هغوی وويل چي نن (چهار شنبه) د ژغورني فعاليتونه روان دي.

په سيمه کي يو چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «موږ ټوله تيره شپه د خلکو په ژغورلو مصروف وو. تر اوسه پوري ډير مړي او ټپيان چي تر خاورو او ډبرو لاندي شوي دي راايستل شوي دي. دغه چارواکي چي هويت يې نه دی روښانه شوی زياته کړه: «په زلزله ځپلې سيمه کي۹۰ سلنه کورونه ويجاړ شوي دي.» هغه زياته کړه چي د ورانيو او زلزلې د قوت ۷،۷ درجي په پام کي نيولو سره د مرګ ژوبلو شمير ښايي نور هم لوړ شي.

په زلزله کي بې کوره سوي کوچنيان
په زلزله کي بې کوره سوي کوچنيانانځور: Reuters

چارواکي وايي دا چي زلزله د ورځي په روڼا کي پيښه شوه، ډير خلک وتوانيدل چي له خپلو کورونو دباندي خوندي ځايونو ته ځانونه ورسوي. د پاکستان د بيړنيو مرستو ملي ادارې د معلوماتو له مخي، ډير کسان هغه وخت ووژل شول چي ونه توانيدل له خټو څخه جوړو شوو کورنو څخه ووځي: «پر هغوی باندي چتونه را ولويدل.»

دغه زلزله د پاکستان په ستر بندري ښار کراچي کي هم احساس شوې ده، چيري چي هم خلک له وداينو څخه تيښتو ته مجبوره شول.

د زلزلې مرکز

د پاکستان د مترولوژي او د امريکا متحده ايالاتو جيولوژيکي ادارو د دغي زلزلې مرکز د بلوچستان د اواران په سيمي کي تر ځمکي لاندي په ۲۰ کيلو مترۍ کي تشخيص کړی دی. هغوی وويل چي د زلزلې قوت تر۷،۷ درجې پوري وو.

د پاکستان پوځ پرون وويل چي زلزله ځپلي سيمو، اواران او خوزدار ته يي عسکر او څرخي الوتکي استويلي دي. سيمه ييز چارواکي وايي چي په دې منځ کي روغتيايي مرسنتندويان، خوراکي مواد او خيمي هم استوي. په سيمه کي ډيري خلک بې کوره شوي دي.