1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د حقاني شبکې يو قوماندان وژل سوی دی

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۳۰, پنجشنبه

د پاکستان په شمال لوېديځ کي پر يوې ديني مدرسې باندي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د حقاني شبکې درې تنه لوړ پوړي غړي وژل سوي دي. په دغه بريد کي درې تنه نور هم وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ALtq
انځور: picture-alliance/dpa

د خيبر پښتونخوا ايالت د هنګو سيمي د پوليسو مشر افتخار احمد ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۱) پر يوې ديني مدرسې باندي د بې پيلوټه الوتکي په بمبار کي شپږ تنه وژل سوي دي.

د راپورونو په حواله د مدرسې په وژل سوو ښوونکو کي يو تن د سراج الدين حقاني نزدې ملګری وو. د پاکستان له امنيتي کړيو څخه ويل سوي دي چي وژل سوی کس مولانا احمد جان دی.

ويل کيږي چي پر هغه سربيره د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايت کي د دغي ډلي دوه تنه مشران هم په دغه بريد کي وژل سوي دي.

څو ورځي د مخه د سراج الدين حقاني ورور نصرالدين حقاني په اسلام اباد کي ووژل سو. پر هغه باندي تور وو چي د دغه افراطي شبکې له پاره يې ډېري مرستي راټولي کړي دي.

له هغه وخت راهيسي چي په پاکستان او افغانستان کي د بې پيلوټه الوتکو عمليات پيل سوي دي دا دوهم بريد دي چي د پاکستان له قبايلي سيمي دباندي تر سره کيږي.

د رواني عيسوي مياشتي په لومړيو کي د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود هم افغانستان ته نژدې په قبايلي سيمه کي د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي ووژل سو.

له افغانستان سره په سرحد کي دغه غرنۍ سیمي چي تګ او راتګ ورته ډېر سخت دی هر وخت له مرکزي حکومت څخه خپلواکي پاته سوي دي. دغه سيمي اوس افراطيان او ياغيان د ځانونو له پاره ډېري خوندي ګڼي.

حقاني شبکه له شمالي وزيرستان څخه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پرضد جنګیږي. د امریکا متحده ايالاتو دغه شبکه په افغانستان کي تر ټولو خطرناکه بللې ده او پر پاکستاني چارواکو باندي نيوکي کوي چي د دغي شبکې په له منځه وړلو کي جدي ګامونه نه پورته کوي.

امریکا په ۲۰۱۱ کال کي په کابل کي د دغه هيواد پر سفارت باندي د يرغل پړه هم پر حقاني شبکې باندي اچولې ده.