په ټوله نړۍ کې د ۲۰۱۸م کال کریسمس په انځورونو کې!
په ټوله نړۍ کې د عیسوي مذهب پیروان د حضرت عیسی د زوکړي جشن یا کریسمیس لمانځي. دویچه ویله د دې جشن لمانځونکو ته کتنه کړې او په دې انځورونو کې به ووینی چې د نړۍ په مختلفو برخو کې دغه جشن په څه ډول لمانځل کیږي.
په سړه هوا کې لمانځنه
د بابا نایل د لیدو له پاره خلک ان په ډیره سړه هوا کې هم راټولیږي. د فنلنډ په لاپلنډ ښار کې خلک راټول شوي څو بابا نایل ته هرکلی ووايي. په عیسوي مذهب کې د بابا نایل یا سانتا کلاس نوم له کرسمس سره تړلی دی. د سرو جامو او اږدې ږیرې لرونکی دغه کس د کرسمس په ورځ راځي او پر ماشومانو خواږه توکي ویشي.
د بلاروس یخونه
د بلاروس په پلازمینه مینسک کې د کرسمس جشن پرمهال د روسیې اړوند دوه افسانوي کرکترونه یعنې د یخ پلار او د واورې ملکه را څرګند شوي. فادر فروست یا د یخ پلار د بابا نایل په څیر یو کرکتر دی چې د کرسمس له جشن سره تړلی دی.
د بیت لحم ډله
د موسیقۍ فلسطیني ډلي د فلسطین په بیت لحم ښار کې د ناتویتي کلیسا مخې ته مذهبي نمایش نندارې ته وړاندي کوي. دغه ځای د حضرت عیس د زیږیدو ځای ګڼل کیږي. په فلسطین کې د اردن سیند لویدیځه غاړه د کریسمس پر مهال د راټولیدو یو اصلي ځای وي.
خوندي ساتل کیدونکې ونې
د مکسیکو په تیوانا ښار کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې د کرسمس ونه له سینګار پرته ولاړه ده. د کرسمس پرمهال دغه راز ونې په څراغونو پوښلي وي. په دې کمپ کې د مرکزي امریکا ډير پناه غوښتونکي میشت دي او غواړي چې ځانونه د امریکا متحده ایالاتو ته ورسوي.
په ستدیوم کې جشن
د برلین فوټبال د لوبډلې مینه وال د کریسمس د لمانځنې په پار په یوه ستدیوم کې راټول شوي او شمعې یې بلې کړې دي. دغه جشن هر کال په دې ډول لمانځل کیږي او دا دي سږ کال د ۱۶ ځل له پاره هم د دې جشن ټول ټکټونه پلورل شوي وو.
د کرسمس لامبو
په آسترالیا کې چې د کرسمس جشن پرمهال یې هوا ګرمه وي، خلک بیا ساحلونو ته ځي او لامبو کوي. په آسترالیا کې د دسمبر میاشت د کال تر ټولو ګرمه میاشت وي.
د کرسمس بازار
په هانکانګ کې هم د کرسمس جشن لمانځل کیږي خو د چینايي عنعنوي جشنونو سره ډیر توپیر لري. د هانکانګ په یوه څنډه کې د موسیقۍ یوه کوچنۍ ډله د کرسمس د جشن په مناسبت موسیقي غږوي.
په اندونیزیا کې د شمعو بلول
د اندونیزیا د جکارتا ښار ختیځ لوري ته په ۷۴۰ کیلومترۍ کې پروت د سورابیا په ښار کې په زرونو عیسويان راټول شوي او د کرسمس جشن د لمانځنې په موخه یې شمعې بلې کړي دي. د روان کال په می میاشت کې د سورابیا په ښار کې د عیسویانو پر درو کلیساګانو ځانمرګي بریدګرو حملې کړي.
د کرسمس په مناسبت دعاګاني
پاپ فرانسیس په واتیکان کې د کرسمس پرمهال د یوه ماشوم مجسمه ښکلوي. د عیسویانو دغه مشر عيسويان دې ته هڅوي چې پر مینې، ښیګڼو، مرستې کولو باندې خلک لا ډیر تمرکز وکړي.