1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يکشنبه په جرمني کي د کرونا واکسیناسیون پیلیږي

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

اکثرو جرمنیانو ته د کرونا واکسیناسیون پیلیدل د کرسمس یوه دوهمه تحفه غوندي ښکاري. اوس د جرمني ۲۷ مرکزونو ته د کرونا واکسیونونو د لیږلو پروسه روانه ده او سبا به یې بلاخره تطبیقیدل شروع سي.

https://p.dw.com/p/3nEY2
Coronavirus | Impfzentrum Deutschland | Berlin
انځور: Hannibal Hanschke/dpa/picture alliance

د کرونا واکسیناسیون تر شروع کیدو یوه ورځ دمخه نن شنبه د جرمني هر ایالت ته د بیونتیک دوا جوړولو شرکت د کرونا واکسین پیچکارۍ لیږل کیږي او پر ۲۷ مرکزونو باندي تقسیمیږي. د هغه ځای څخه به بیا د کرونا واکسیناسیون پرمرکزونو او سیارو ټیمونو باندي وویشل سي، کوم چي سبا یکشنبه لمړني واکسیونونه لګوي.

لمړی به تر ۸۰ کلنو لوړو کسان، نرسانو او د روغتونو خصوصآ هغه صحي پرسونل ته تطبیقیږي، چي د سخت خطر سره مخامخ دي.

«تر دوبي پوري به ټولو جرمنیانو ته واکسین ورسیږي»

د جرمني د صحت عامې وزیر، ینس شپان به سبا په برلین کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د واکسیناسیون د جریان څخه معلومات ورکړي. هغه وویل، چي د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال مارچ میاشتي تر پایه پوري به د کرونا واکسیون ۱۲ ملیونه پیچکارۍ په اختیار کي ولرو. او څنګه چي هر چاته باید دوه واره د کرونا واکسین ورولګول سي، نو دغه اندازه پیچکارۍ به د ۵،۵ څخه تر ۶ ملیونو کسانو دپاره کفایت وکړي.

شپان ګومان کوي، چي بیا به تر دوبي پوري ټولو اتباعو ته د کرونا واکسین پیچکاریو لګولو پیشنهاد وکړي. البته کله چي د کرونا نور واکسینون ډولونه هم اجازه نامه په لاس راوړي. د اوسني بیونتیک الماني شرکت او هغه متحد امریکايي شرکت فایزر ترڅنګ په اوس وخت کي د امریکايي شرکت، مودرنا شرکت واکسیونونه هم مهم رول لري، د کوم په باب چي د اروپايي ټولني ددوا او درملو آژانس،EMA یې باید د جنورۍ تر۶ پوري د اجازه نامې ورکولو تصمیم ونیسي.

ښاري شورأ: د کرونا ویروس بیره لا ختمه سوې نده

د جرمني د ښارونو شورأ په اوس وخت کي د کرونا واکسیناسیون دشروع کیدو انتظارات راکم کړي دي. د دغي شورأ رییس، برکهارد یونګ د فونکه رسنیو ورځپاڼو ته ویلي دي، « لمړي قدمونه پورته سول، خو د کرونا ویرو وحشت او بیره لا پای ته نده رسیدلې.»

د هغه په خبره اوس لا هم په کرونا د اخته کیدو حالت د تشویش وړ دی او د ټولو اتباعو د واکسیون کیدو وخت لا ندی رارسیدلی. برکهارد یونګ چي اوس د لایپزیک ښاروال هم دی، وویل، ځکه چي«د کرونا واکسیون ډیري لږ پیچکارۍ په اختیار کي لرو.»

آ./ق.م./ا.ا.