1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کې درې مهاجري مړې موندل شوي دي

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

د يونان پوليسو د دوو ښځو او يوې نجلۍ جسدونه چې سرونه يې پرې شوي، موندلي دي. يوناني چارواکو ويلي دي چي گومان کوي دغه ښځې به مهاجري وې خو د هغوی د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/36Kjk
Griechenland, Kühlkammer für Tote
پاولاس پاوليديس د يو يخچالي کانتينر مخ ته ولاړ دی کوم چې د مهاجرو موندل شوي مړي په کې ساتل کيږي.انځور: DW/M.Karakoulaki

اسوشېتيد پرس خبري آژانس د يوناني چارواکو په حواله ليکلي دي چې دغه درې جسدونه د چهارشنبې په ورځ د يونان په شمال ختيځ کې له ترکيې سره پر ګډه پوله موندل شوي دي.

پوليس وايي داسې ښکاري چې قربانيان دې د شمالي افريقا، منځني ختيځ او يا هم د اسيايي هيوادونو وي، خو د هغوی هويت او دا چې د کوم هيواد دي، روښانه نه دی.

قاضي پاولاس پاوليديس وويل چې پر موندل شوو جسدونو د دوی ترسره شوي لومړني معاينات ښيي چې دغه ښځي څلور ورځې مخکې وژل شوي دي.

پاوليديس زياته کړه: «دا يو روښانه جنايي عمل دی.» هغه وويل: «دغه مړي په داسې حال کې وموندل شول، چې لاسونه يې تړلي او هر جسد له بل څخه دوه درې متره لري پروت وو. د دوی مرۍ پرې شوي وې.»

د هغه په وينا، په وژل شوو کې د يوې ښځې سن د۳۰ او ۳۵ کلونو تر منځ ښکاري، ېوه ځوانه د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ او بله يې ۱۵ کلنه ده.

قاضي پاولاس دغه راز زياته کړه چې پر دغو جسدونو د «دې ان اې» تيستونه هم کيږي، څو معلومه شي چې دوي خپلوان دي که نه.

د يونان پوليسو ويلي دي چې دغه مړي د ايوروس سيند د يونان اړخ پر غاړه، د زيزيموتيخو ښارګوټي ته نژدې يوه کروندګر موندلي دي.

ياد سيند چې د ترکيې او يونان ترمنځ بهيږي، له ترکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرتونو يوه له مهمو لارو څخه ګڼل کيږي.

مهاجر هڅه کوي پر دغې لاره ځانونه يونان ته ورسوي، چې ډیر يې بيا د يونان پولیس نيسي. د يونان چارواکو ويلي دي چې په دغه سيمه کې د نيول شوو کسانو شمير د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.

يونان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې اروپا ته تلونکي مهاجر ورته په لمړي ځل رسيږي. يوناني چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه تر۲۴ زرو ډير مهاجر دغه هيواد ته رسېدلي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: