1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يو لارۍ کي د وژل سوو مهاجرو ۲۱ تنه افغانان دي

۱۳۹۴ آذر ۵, پنجشنبه

د اتريش پوليسو ويلي دي چي په اگست مياشت کي په يو لارۍ موټر کي د وژل سوو کسانو په ډله کي د۲۱ افغانانو هويت پيژندل سوی چي شپږ تنه ئې د يوې کورنۍ غړي دي.

https://p.dw.com/p/1HCxs
Menschenhandel Europa
انځور: picture-alliance/dpa

د اتريش پوليسو د روان کال په اگست مياشت کي په يو لاری موټر کي د لسونو مهاجرو جسدونه وموندل. دغو مهاجرو چي په قاچاقي توگه په يو لاری کي لېږدول کېده د نفس تنگۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اتريش پوليسو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي له ۷۱ جسدونو څخه ئې د ۶۹ هويت تشخيص کړی دئ، چي پکښې يوه شپږ کسيزه افغانه کورنۍ هم شامله ده چي درې ئې کوچنيان دي. د کوچنيانو عمرونه له يو څخه تر ۱۱ کالو پوري ښوول سوي دي.

د اتريش د لوېديځ ولايت بورگنلند د پوليسو مشر هنس پيتر دوسکوسيل ويلي دي چي په دغو جسدونو کي ۲۸ عراقيان، ۲۱ افغانان، ۱۵ سورييان او پنځه ئې د ايرانيانو دي.

پلټونکو ويلي دي چي د دغه لارۍ موټر دروازي داسي تړل سوي وې چي هيڅ هوا نه ورتلل او موټر د يخي هوا ورکولو(يخچالي موټر) سيستم هم لاره. دغه موټر له هنگري څخه اتريش ته حرکت کړی وو.

د اتريش د پوليسو په راپور کي راغلي دي چي په دغه موټر کي يوازي له نيم ساعت څخه تر ۴۵ دقيقو پوري د تنفس هوا وه، او بس.

دغه لارۍ موټر د روان کال د اگست مياشتي پر ۲۷ نېټه د هنگري سرحد ته نژدې پر لويه لاري کشف سو. د دغي پيښي په تړاو څلور تنه شکمن بلغاريايي وگړي او په هنگري کي يو افغان نيول سوی دئ.

چارواکو ويلي دي چي تورن کسان د انساني قاچاق په تور په هنگري کي محاکمه کيږي، ځکه چي دغو مهاجرو په هنگري کي ژند له لاسه ورکړی.