1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کې اوربند نه غځول کيږي

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

په يمن کې له اپريل مياشتې راهيسې په څرګند ډول لږ تشدد او لږ ملکي تلفات ثبت شوي دي. خو اوس د دغه نيمه عربي ټاپو په جنوب کې يو ځل بيا د تاوتريخوالي د پراخيدو ګواښ متوجې دی.

https://p.dw.com/p/4HgNt
يمن: په تایز کې د جګړې له کبله رامنځه شوی ويجاړی
په تایز کې تر جګړې وروسته ويجاړیانځور: AHMAD AL-BASHA/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو په حواله په يمن کې د اوربند مودې د غځولو پر سر روانې خبرې اترې ناکامې شوي دي. د يمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هنس ګروندبيرګ که څه هم چې مايوسي يې څرګنده کړه خو سره له دې یې هم توافق ته د رسېدو هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

تر مذاکراتو څو ساعته وروسته نوموړي وويل: «زه به خپلو پرله پسې هڅو ته دوام ورکړم څو ښکيلې خواوې ژر توافق ته د رسېدو لارې ته ور برابرې کړم.» د نوموړي تر دې څرګندونو لږ وروسته په يو شمير ايالتونو کې د نښتې د پيلېدو رپوټونه ورکړل شول.

ګروندبيرګ د خبرو اترو په ترڅ کې هڅه کوله د اوربند موده شپږ مياشتې وغځوي او له اضافي شرطونو سره یې هم وتړي.  پر نورو سربیره په جنوب لوېدیځ کې د تايس د مهمو لارو د پرانيستو، د پوځي مخامخیدو د مخنيوي او د بنديانو د آزادولو خبره هم مطرح ده.

 یمن کې تازه جګړې؛ ۳۵ ځواکونه وژل شوي دی 

پر دې سربیره د اوربند غځولو په دې مذاکراتو کې اصلي هدف دا وو چې موقتي اوربند په يوه دوامداره اوربند باندې بدل کړای شي.

حوثيانو شرطونه رد کړي

د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغيانو دا ټول وړاندیزونه رد کړل. د حوثيانو عالي شورا په پلازمېنه صنعا کې تر ملاقات وروسته وويل چې وړاندیز شوي اقدامات «د سولې پروسې» د پيلولو باعث کيدلی نه شي؛ ځکه د ياغيانو غوښتنې په نظر کې نه نيسي.

حکومت د شنبې په ورځ ويلي ول چې د هغوی [ياغيانو] وړاندیز یې ترلاسه کړی دی او غواړي چې «مثبت یې وارزوي.»

د يمن په ختیځ کې د شيبام تاريخي ښار
آرشيف انځور: يمن ډېرو مهم کلتوري آثار لري لکه دلته د شيبام زوړ ښارانځور: KHALED FAZAA/AFP/Getty Images

په دې منځ کې د څو نسبتاً آرامو مياشتو وروسته اوس تاوتريخوالی يو ځل بيا ډېر شوی دی. مرستندويه ټولنو د خطر زنګ غږولی. د اوکسفام ټولنې د هېواد د وګړو له پاره «د ناوړه خبر» څخه خبره وکړه. دغه ټولنې زياته کړې چې «اوس به د بمباريو، ډزو او راکټي بريدونو په دوام سره په میلیونو انسانان له خطر سره مخ دي.»

د ناروې د مهاجرو شورا چې په يمن کې فعاله ده، د «ډېر خواشيني کوونکي» پرمختګ څخه خبره وکړه.

«اوږده موده نسبي کراري»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د جمعې په ورځ پر ښکيلو اړخونو غږ کړی وو چې د اوربند د غځولو دا موقع دې هرو مرو وکاروي. هغه وويل چې دا اوربند د «جګړې له پېل راهيسې د تر ټولو اوږدې نسبي آرامۍ» باعث شوی و.

په يمن کې د سعودي عربستان په مشرتوب يو پوځي ائتلاف د حکومت په ملاتړ له حوثي ياغيانو سره چې د هېواد شمال ډېرې برخې یې په ولکه کې دي، جنګيږي. د سعودي حکومت حوثي ياغيانو ته د ايران د غځيدلي لاس په سترګه ګوري.

د بخښني نړيوال سازمان: په اوکراين کي خوشه يي بمونه استعمال شوي

د حکومت او حوثي ياغيانو ترمنځ د دوو مياشتو يو اوربند د اپريل مياشتې په سر کې پېل شوی وو او بيا له جون څخه تر اګست مياشتې پورې غځول شوی وو. دا له ۲۰۱۶م کال راهيسې د اوربند لومړی تړون وو.

ملګرو ملتونو د يمن جګړه او د هغه اغیزې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران په توګه درجه بندی کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله د دې بحران په ترڅ کې څو سوو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې زياتره یې د جګړې د غير مستقيمو پايلو له کبله مړه شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: