1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په وینس کې کمیابه هندي جواهرات غلا شوي

۱۳۹۶ دی ۱۴, پنجشنبه

دوه تنه غله په وینس کې توانیدلي دي چې د میلیونو یورو په ارزښت کمیابه جواهراتو له یوه کلیکسون څخه دوه توکي غلا کړي. دغو کسانو دا کار پرته له دې چې د خطر زنګ ووهل شي کړی دی. پولیسو ویلي دي چې دا ډیر مسلکي غله ول.

https://p.dw.com/p/2qJXF
Venedig Juwelendiebstahl Al Thani Sammlung
انځور: picture-alliance/AP/A. Merola

د ایټالیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې غلو د هندي مهاراجاو له خزانې څخه چې په وینس کې نندارې ته وړاندې شوي ول، څو اثاره غلا کړي دي.

ویل شوي دي چې له دوو غلو څخه یو یې توانیدلي چې هغه بکس چې باارزښته اثار پکښې نندارې ته وړاندي شوي ول، د خطر زنګ له فعالیدو پرته پرانیستی او یو بل ملګري يې بیا پیره کړې ده. د خطر زنګ یوازي هغه وخت فعال شوی دی چې غله د نندارې له ودانۍ وتلې او د خلکو ګڼه ګوڼه ته رسیدلي ول.

د وینس د پولیسو کمیشنر ویتو ګاګلییردي، ویلي دي چې د دې امکان هم شته چې دغو غلو دې تر دې مخکې هم د باارزښت توکو د غلا تجربه لرلي وي.

هغه زیاته کړه: «موږ په یقین سره له داسي مسلکي کسانو سره مخامخ یوو چې هغوی له دغه شان ودانۍ څخه لکه دغه چي په پرمختللې تيکنالوژۍ سمبال ده، په دې کار وتوانيږي.»

«څو میلیونه یورو»

غلو د ځيگر يو طلايي ګل او دوه والي غلا کړي دي. که څه هم چارواکو د دغو اثارو ګمرکي ارزښت ۳۰ زره یورو ښوولی دی خو د وینس د پولیسو کمیشنر ګاګلییردي، ټینګار کوي چې د اثارو اصلي ارزښت ښايي څو میلیونه وي.

دغه مجموعه د «مغلانو او مهاراجاو خزانو» په نوم نندارتون کې، نندارې ته وړاندې شوې وه. دغه اثار لومړی د قطر د شازاده حمد بن عبدالله آل ثاني له خوا راټول شول او اوس د قطر د شاهي کورنۍ په یوه غړي پوري اړه لري.

AFP,Reuters,DW (M.J/N.Z)

زموږ له ارشیف څخه: