1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره د لوړو زده کړو شرایط

۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبه

په ننګرهارکې ډيري ولسي وګړي که له يوه پلوه د دې ولايت په يو شمير ولسواليو کې د دارالمعلمينونو پر جوړيدو خوښ دي خو له بله پلوه په يادو دارلمعلمينونو کې د اړينو اسانتياو له نشتوالي څخه سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/12TPr
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: DW

ياد ولسي خلک چې د همدی ولايت دبيلا بيلو ولسواليو اوسيدونکي دي وايي چې د پوهنې رياست لخو ا د هغه ښوونکو لپاره چې په مرکز کې د زده کړو امکانات نه لري په ولسواليو کې د هغوي لپاره دارلمعلمينونه  جوړیدل د پام وړ او نيک قدم بولي.

زيات  شمير ښونکي دغلته د زده کړو لپاره ځې  خو ګيله پر دې کوي چې د يادو دارلمعلمينونو لپاره اسانتياوې نه تر سترګو کيږي چې دي چاري له يوشميرستونزوسره لاس او ګریوان کړي دي.

دوي د دغو ستونزوله جملې څخه  د ودانۍ او ترانسپورټ نه شتون، دمسلکې ښوونکوکمښت، په يوټولګي کې دانجونواوهلکانوناسته، او د کتابونو او قرطاسي کمښت هغه څه په ګوته کوې چې په دغه برخه کې یې دوي ته ستونزي راپيداکړي.

دوې په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت پرمسؤلو چارواکو غږ کړی چې د دغه ستونزو په پام کې نیولو سره دې دهغي د حل لپاره مناسب ګامونه اوچت کړای.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست له مطبوعاتي مسؤل، استاد محمد آصف شینواري، په دې اړه وايي چې په ننګرهار کې د مرکزي دارالمعلمين سربيره په يولسو بيلا بيلو ولسواليو کې دارالمعلمينونه جوړشوي چې د هغې له جملې څخه يو شمير یې خپلواک او يو شميريې الحاقيه دي.

خو هغه د خپلواکو دارالمعلمينو کره شمير په ګوته نه کړ. د ده په وینا دوي دارلمعلمينونه په هغه ولسواليوکې جوړکړي چې د لرو پروتو ولسواليو ښوونکې هم ورته په آسانې ورتګ وکړای شي.
 
ښاغلې شینواري له دي هم سترګې نه پټوي چې په ولسواليو کې دارالمعلمينونه ودانۍ او ترانسپورت نه لري او د ليسو په ودانيو کې ښوونکو ته پس له وخته زده کړې ورکول کيږي.

خوهغه دا نه مني چې ګواکې ښوونکي دې مسلکي نه وي او واېي چې د ولسواليو د دارالمعلمینو ښوونکي لسانسه او د لوړوزده کړو خاوندان دي. د هغه په وینا د دې تر څنګ د دې لپاره هم هڅي کوي چې ښځینه ښوونکي ولري تر څو ښځینه معلمینو ته تدریس وکړي.
 

د معارف رياست د چارواکو پرو ينا شاوخوا شپږ زره ښوونکي په يادو جوړو شوو دارالمعلمينو کې په زده کړو بوخت دي چې له ځینو دارلمعلمینونو څخه يوه دوره ښوونکي فارغ شوي هم دي.

ننګرهار/ شمعه احمدزې
کتونکی: سید ریاض